د اوکراین پر دولتي وېب پاڼو پراخ سایبري برید تر سره شوی دی

نړیوالو رسنیو نن د جمعې په ورځ د اوکراین پر دولتي وېب پاڼو له پراخ سایبري برید څخه خبر ورکړی دی، د اوکراین چارواکي هم د یادې پېښې پخلی کوي. په راپور کې راغلي چې د یاد هیواد ځینو وېب سایټونو په ټولیزه توګه کار پرېیښی دی او ځینو نورو بیا د اوکراین له بیرغ […]

نړیوالو رسنیو نن د جمعې په ورځ د اوکراین پر دولتي وېب پاڼو له پراخ سایبري برید څخه خبر ورکړی دی، د اوکراین چارواکي هم د یادې پېښې پخلی کوي.

په راپور کې راغلي چې د یاد هیواد ځینو وېب سایټونو په ټولیزه توګه کار پرېیښی دی او ځینو نورو بیا د اوکراین له بیرغ سره د اخطار پیغامونه لیکلي دي.

د اوکراین د پوهنې وزارت رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت او بېړني حالت په ګډون پر ګڼو دولتي وېب پاڼو پراخ سایبري برید شوی دی.

یاد وزارت چې وېب پاڼه یې هیک شوې همدا راز ویلي، چې د یاد برید مسئولیت د اوکراین اړوند یوې افراطي ډلې منلی دی، ښایي دغې ډلې د اوکراین زیات شمېر محرمو اسنادو ته لاس رسی پیدا کړی وي.

د بهرنیو چارو وزارت د وېب پاڼې تر هیک کېدو وروسته له یادې وېب پاڼې یو پیغام خپور شوی او پکې راغلي دي، اوکراینیانو! ستاسو ټول معلومات تر لاسه شول، اندېښمن شئ او تر دې هم د بدو عواقبو په تمه شئ.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت یو تن ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه سایټونه د پراخ سایبري برید په نتیجه کې ددوی له ولکې وتلي او چارواکي هڅه کوي چې د یادو وېب پاڼو د بیا چمتو کولو لپاره کار وکړي.