د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ټکر له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي

د امریکا د مشهورې رسنۍ نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ټکر له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي، دا پېښه د ټرک او موټر تر منځ شوې ده. د راپورونو له مخې، دا پېښه د کلیفورنیا جنوب په ۱۶.۱ کېلو مترۍ کې د یوه موټر چې ۲۷ […]

د امریکا د مشهورې رسنۍ نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ټکر له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي، دا پېښه د ټرک او موټر تر منځ شوې ده.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د کلیفورنیا جنوب په ۱۶.۱ کېلو مترۍ کې د یوه موټر چې ۲۷ کسان پکې سپاره وو او د یوه ټرک تر منځ شوې ده، په دې خونړۍ پېښه کې ۱۴ کسانو ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړی او یوه تن بیا په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ژوند بایللی دی.

د نیویارک ټایمز د مالوماتو له مخې، امکان لري چې وژل شوي او ټپیان شوي وګړي بې اساندو کډوال وي، خو تر اوسه یې په اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي.