د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوو ایراني هکرانو پر سر ۱۰ میلیونه ډالر جائزه اعلان کړه

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوو هغو ایراني هکرانو پر سر ۱۰ میلیونه ډالر جائزه اعلان کړې، چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په مداخلې تورن شوي، د معلوماتو له مخې، امریکا د ایراني هکرانو هر یو سید محمد حسین موسٰی کاظمي او سجاد […]

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوو هغو ایراني هکرانو پر سر ۱۰ میلیونه ډالر جائزه اعلان کړې، چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په مداخلې تورن شوي، د معلوماتو له مخې، امریکا د ایراني هکرانو هر یو سید محمد حسین موسٰی کاظمي او سجاد کاشیان چې یوه سایبري شرکت لپاره کار کوي، په لټه کې دي.

پر دوی دواړو تور لګول شوی چې د امریکا په ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو کې یې ګډون کړی وو او هڅه یې کړې چې انتخابات مختل کړي، په راپور کې ویل شوي، چې د کاظمي او کاشیان ګډون او فعالیت د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست او نومبر میاشتو تر منځ د امریکايي رایه ورکوونکو د نظرونو د اغېزمنولو په هدف و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې دغه دواړه هکران او د دوی شرکت لا دمخه د دوی لخوا د بندیزونو په لېست کې ثبت وو.

د بیانیې په متن کې راغلي، چې له دوی دواړو څخه یې کاظمي هڅه کوله چې د رایه ورکوونکو او امریکايي رسنیو شرکتونو ایمیلونو ته د لاسرسي له لارې په رایه ورکوونکو کې نفوذ وکړي.

خو ایراني چارواکو تر دا مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغوو ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.