نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فارس نیوز د راپور پر اساس د امریکا خزانې وزارت په تازه اعلامیه کې پر ۳۲ روسي چارواکو او بنسټونو بندیزونه لګولي او له کابو لسو تنو دیپلماتانو یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له امریکا ووځي. د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا خزانې وزارت پر یو شمېر روسي […]
د فارس نیوز د راپور پر اساس د امریکا خزانې وزارت په تازه اعلامیه کې پر ۳۲ روسي چارواکو او بنسټونو بندیزونه لګولي او له کابو لسو تنو دیپلماتانو یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له امریکا ووځي.
د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا خزانې وزارت پر یو شمېر روسي چارواکو او بنسټونو له دې کبله یاد بندیزونه لګولي چې ګواکې د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې یې لاس وهنه کړې او سایبري بریدونه یې تر سره کړي دي.
د امریکا یاد وزارت همدا راز لس تنه روسي دیپلماتان په جاسوسي تورن کړي او له دوی یې جدي غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له امریکا څخه ووځي.
دا بانکي بندیزونه د امریکا ولسمشر جوبایډن د اجرایوي حکم پر اساس پر یادو روسي وګړو وضع شوي او له دې سربېره ۶ شرکتونه چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې یې فعالیت کاوه هم د بندیزونو په لېست کې شامل دي.
د سپینې ماڼۍ یو تن خبریال تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې د جوبایډن اداره په پام کې لري چې د روسیې پر ۱۲ تنو دولتي او استخباراتي وګړو بندیزونه ولګوي او د روسيې هغه ۲۰ بنسټونه هم د بندیزونو لېست کې په دې تور شاملوي چې انتخاباتو کې یې لاس وهنه کړې او په سایبري بریدونو کې متهم پېژاندل شوي دي.
د امریکا لخوا دا بندیزونه په داسې مهال لګول کیږي چې د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف نن پنجشنبه یادو بندیزونو ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که امریکا پر خپلو پرېکړو له سره غور و نه کړي؛ نو مسکو به هم په ورته اقداماتو لاس پورې کړي.
پسکوف زیاتوي، د بندیزونو پر وړاندې به د روسیې دریځ تغیر و نه مومي، دوی هر نوعه بندیزونه محکوموي او دا غیر قانوني کړنې ګڼي، روسیه به د خپلو منافعو د تضمین په خاطر په ورته اقداماتو لاس پورې کړي.
پسکوف وایي، د امریکا دغه کړنې نشي کولی د دواړو ولسمشرانو تر منځ د کتنې تسهیلات چمتو کړي، هېره دې نه وي چې د امریکا استخباراتي ادارې څه موده وړاندې پر پوتین تور لګولی و، چې امریکا کې په سیاسي تفرفه اچونې سره غواړي د جوبايډن اداره کمزورې کړي، خو کرملین د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا دغه تورونه کاملًا بې اساسه بللي او زیاته کړې یې ده، چې امریکا له یادو تورونو څخه د بهانې په توګه کار اخلي تر څو پر روسیې د محدودیتونو لړۍ پراخه کړي.
د یادونې وړ ده چې بایډن د روان کال په مارچ میاشت کې له اې بي سي نیوز سره په مرکه کې پوتین ته د قاتل خطاب کړی او ویلي دي، که د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې مداخله ثابته شي؛ نو مسکو مکلف دی چې د اوښتي زیان تاوان پرې کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.