د اقیانوس بحیره کې اور غورځونکی غر چاودلی او د سونامي خبرداری ورکړل شوی

د اقیانوس په بحیره کې واقع ټونګا هیواد ته نږدې د سمندر لاندې اتش پشان/اور غورځونکی غر چاودلی، له سټلایټ څخه اخیستل شوې منظره کې ښکاري چې په ۱۶۹ جزیرو مشتمل ټونګا هیواد له خطر سره مخ دی. د تونګا هیواد چارواکو په ټول هیواد کې د سونامي/سمندري توپان خبرداری ورکړی، له اتش پشان وروسته […]

د اقیانوس په بحیره کې واقع ټونګا هیواد ته نږدې د سمندر لاندې اتش پشان/اور غورځونکی غر چاودلی، له سټلایټ څخه اخیستل شوې منظره کې ښکاري چې په ۱۶۹ جزیرو مشتمل ټونګا هیواد له خطر سره مخ دی.

د تونګا هیواد چارواکو په ټول هیواد کې د سونامي/سمندري توپان خبرداری ورکړی، له اتش پشان وروسته تیاره خپره شوې او خلک خوندي سیمو ته منتقل شوي دي.

د ټونګا اړوند د سمندر په تل کې د اور غورځونکي غره د چاودنې له امله د اسټرالیا او نیوزلینډ په ګډون د امریکا لوېدیځې ساحلي برخو کې هم د سونامي توپان خبرداری ورکړل شوی دی.

د امریکا د هوا پېژاندنې ادارې ویلي، له دې زورورې چاودنې وروسته د ټونګا او لینډز تر منځ سمندر کې د اوبو کچه ۱.۲ متره لوړه شوې ده، له همدې امله د ارام سمندر ساحلي برخې تر اوبو لاندې شوي دي.

بلخوا د اسټرالیا ټول ساحلونه بند کړی شوي، هلته د امریکا کلیفورنیا اړوند د یو شمېر ښارونو ساحلي برخو باندې په ورتګ بندیزونه لګول شوي او د ښارونو اوسېدونکي یې محفوظو سیمو ته منتقل کړي دي.

د ټونګا سمندر کې له چاودنې وروسته جاپان کې هم ددې چاودنې منفي اثرات تر سترګو شوي، د دغه هیواد جنوب امامي ټاپو اړوند ساحل کې د اوبو سطحه څلور فټو لوړه شوې ده.

د هوا پيژاندنې نړیوالې ادارې د سختو بارانونو، سېلابونو او د تېزو هواوو وړاندوینه کړې ده، ویل کیږي چې په یاد سمندر کې لا هم اور غورځونکی غر ایرې شیندي.