نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د روانې مبارزې له جهادي اړخ سره سم تر خپلې وسې، د ګران هېواد د ښېرازۍ په موخه د ځينو خدماتي کمېسيونونو تاسيس هم کړی دی. په دې کمېسيونونو کې د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکات کمېسيون د یادونې وړ دی. اسلامي امارت سره له دې، چې په حکومتي سويه […]
د افغانستان اسلامي امارت د روانې مبارزې له جهادي اړخ سره سم تر خپلې وسې، د ګران هېواد د ښېرازۍ په موخه د ځينو خدماتي کمېسيونونو تاسيس هم کړی دی. په دې کمېسيونونو کې د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکات کمېسيون د یادونې وړ دی. اسلامي امارت سره له دې، چې په حکومتي سويه په جګړه ييزو ستونزو کې ښکېل دی، خو د “خير الناس من ينفع الناس” اسلامي لارښونې پر بنسټ د هېوادوالو سوکالي، خوشحالي او پرمختګ هم نه شي هېرولی. پر همدې اساس اسلامي امارت “د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکات” په نوم مستقل کمېسيون تاسیس کړ. په هيواد کې خدماتي موسسات او ادارې دې په زراعتي برخه کې خپل خدمات د اسلامی امارت تر واک لاندې سيمو کې له ياد کمېسيون سره په همکارۍ اولس ته وړاندې کړي.
ایمیل: [email protected]
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.