نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د ارمنستان منتخب ولسمشر ”سرکسیان“ له خپلې دندې رسمًا استعفا وکړه، د ارمنستات ولسمشر د خپلې استعفا په هکله ویلي، هیواد یې له ډول ډول سیاسي ستونزو او ننګونو سره مخ دی، چې ددې ستونزو د لرې کولو لپاره لازم امکانات په لاس کې نه لري. نوموړي همدا راز […]
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د ارمنستان منتخب ولسمشر ”سرکسیان“ له خپلې دندې رسمًا استعفا وکړه، د ارمنستات ولسمشر د خپلې استعفا په هکله ویلي، هیواد یې له ډول ډول سیاسي ستونزو او ننګونو سره مخ دی، چې ددې ستونزو د لرې کولو لپاره لازم امکانات په لاس کې نه لري.
نوموړي همدا راز ویلي، د یو ولسمشر په توګه د کورنیو او بهرنیو ستونزو د حل په خاطر د هیواد د اساسي قانون له مخې د قدرت وړ شخص نه دی.
خو ځینو سیاسي ګوندونو بیا د شته ستونزو پړه د سرکسیان او د هغه په کورنۍ اچولې او له همدې امله پرې توندې نیوکې کوي.
د ارمنستان ولسمشر ددغو نیوکو په اړه ویلي، چې دې ستونزو او مشکلاتو راته په روغتیایي وضعیت ډېره بده اغېزه کړې ده، نوموړی وایي، له اوږدې مودې فکر او ژور سوچ نه وروسته مې د ولسمشرۍ له دندې د استعفا کولو پرېکړه وکړه، سرکسیان وایي دا خورا ستره پرېکړه مې د احساساتو له امله نه بلکې د منطق له مخې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د ارمنستان ولسمشر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې واک تر لاسه کړی و او د ولسمشرۍ موده یې په ۲۰۲۵ نیلادي کال کې بشپړېدله خو ده تر وخت مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.