نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ارمنستان د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له اذربایجان سره یې په تازه نښتو کې لږ تر لږه درې تنه سرتیري وژل شوي او دوه تنه سرتیري یې ټپیان شوي دي، د معلوماتو له مخې دغه نښته په مناق سیمه کې را منځ ته شوې ده. اذربایجان هم د تېرې سې شنبې په […]
ارمنستان د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له اذربایجان سره یې په تازه نښتو کې لږ تر لږه درې تنه سرتیري وژل شوي او دوه تنه سرتیري یې ټپیان شوي دي، د معلوماتو له مخې دغه نښته په مناق سیمه کې را منځ ته شوې ده.
اذربایجان هم د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي و، چې یو تن سرتېری یې له ارمنستان سره پر سرحدي پوله په تازه را منځ ته شوې نښته کې وژل شوی دی، دا په داسې حال کې ده چې د دې دواړو هیوادونو تر منځ د نګورونو قره باغ پر سر د رامنځ ته شویو نښتو له امله ۲۰۲۰ میلادي کال تر ټولو خونړی کال بلل شوی و.
د باکو او ایروان تر منځ په ۲۰۲۰ میلادي کال نومبر میاشت کې د مسکو په منځګړیتوب د اوربند تړون لاسلیک شو، خو تر دې وړاندې د شپږو اونیو په نښتو کې ددواړو لوریو کابو ۶ زره کسان ووژل شول.
د تېر په څېر دا ځل هم دواړو ګاونډیو هیوادونو پر یو بل تور لګولی چې له شوي تړون څخه یې سرغړونه کړې او دواړو مقابل جهتونه په پاروونکو کړنو تورن کړي دي.
ارمنستان تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د دوی پوځ په ختیځو پولو کې د اذربایجان توپخانې او بې پیلوټه الوتکې په نښه کړي، خو باکو دا ادعا ردوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.