تاجکستان او قرغزستان په سرحدي سیمه کې د بشپړ اوربند اعلان وکړ

د تاجکستان او قرغزستان تر منځ له څو ورځنیو نښتو چې لږ تر لږه ۴۹ تنه پکې ووژل شول، دغو دواړو هیوادونو د شنبې په ورځ په سرحدي سیمه کې د بشپړ اوربند اعلان وکړ. د بشپړ اوربند دغه تړون د قرغزستان د ملي امنیت رئیس او د تاجکستان د ملي امنیت رئیس تر منځ […]

د تاجکستان او قرغزستان تر منځ له څو ورځنیو نښتو چې لږ تر لږه ۴۹ تنه پکې ووژل شول، دغو دواړو هیوادونو د شنبې په ورځ په سرحدي سیمه کې د بشپړ اوربند اعلان وکړ.

د بشپړ اوربند دغه تړون د قرغزستان د ملي امنیت رئیس او د تاجکستان د ملي امنیت رئیس تر منځ په ګډه ناسته کې اعلان شو، دې ناستې ته د قرغزستان او تاجکستان ولسمشرانو هم تلیفوني خبرې وکړې.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې رئیس سیامومین یاتیف له خپل قرغزي سیال سره په یوه خبري کانفرس کې وویل، په سرحدي سیمه کې را منځ ته شوې نښتې راتلونکي کې نه باید تکرار شي.

په ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د دواړو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره تلیفوني خبري کړي او له دواړو یې غوښتنه کړې، چې د اوربند موافقه ومني او سرغړونه ترې و نه کړي.

قرغزستان او تاجکستان د پخواني شوروي جمهوریتونه دي چې د روسیې د نظامي اډو کوربتوب کوي او روسیې ته د یو ستراتېژیک متحد په سترګه ګوري.

د یادونې وړ ده چې وروستۍ نښتې د تاجکستان سرحدي پولې ته څېرمه اسفره ښار او د قرغزستان د بادکند سیمه کې د اوبو د توزېع د یو مرکز پر سر له را ولاړو شویو اختلافاتو وروسته را منځ ته شوې.

له نښتو وروستو د دواړو هیوادونو سرحدي سرتېرو د یو بل په وړاندې د لومړي برید کولو تورونه ولګول، د قرغزستان سرحدي ځواکونو وویل چې تاجکستاني ځواکونو یې پر پوستو بریدونه لومړی بریدونه کړي، خو تاجکستاني ځواکونو بیا دا تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې د قرغزستان لخوا د دوی امنیتي سرحدي پوستې تر برید لاندې ونیول شوې.

د قرغزستان او تاجکستان تر منځ ۹۷۰ کېلو متره لانجمنه سرحدي پوله شتون لري، لکه د مرکزي اسیا هیوادونو د سرحدونو په څېر دا سیمې د ۱۹۹۱ میلادي کې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو را وروسته نه دي پېژاندل شوي؛ له همدې امله دا ستونزه خورا پېچلې وي، خاصکر د فرغانه سیمه چې د تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان هیوادونو د یوځای والي نقطه بلل کیږي هم له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.