نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د بلخ ولایت په دولسو ولسوالیو کې د تعلیم او تربیې د ورکړل شوي تقسم اوقات له مخې د دستار فضیلت په ویاړ پرتمینې غونډې تر سره شوې، دا غونډې د بلخ ولایت خاص بلخ، دولت آباد، چاهي، شورتېپه، چهاربولک، البرز، شولګره، کشندي، زارع، چارکینت، چمتال او نهرشاهي ولسوالیو کې کابو ۳۹ غونډې تر سره […]
د بلخ ولایت په دولسو ولسوالیو کې د تعلیم او تربیې د ورکړل شوي تقسم اوقات له مخې د دستار فضیلت په ویاړ پرتمینې غونډې تر سره شوې، دا غونډې د بلخ ولایت خاص بلخ، دولت آباد، چاهي، شورتېپه، چهاربولک، البرز، شولګره، کشندي، زارع، چارکینت، چمتال او نهرشاهي ولسوالیو کې کابو ۳۹ غونډې تر سره شوې.
په دې غونډو کې د مختلفو ولایتونو شیوخو کرامو، جیدو علماوو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون کړی وو.
د غونډو برخه والو ته شیوخو او علماء کرامو د تعلیم او تربیې په اړتیا او ارزښت خورا مهمې خبرې وکړې.
د غونډو په روستیو برخو کې ۴۰۳ تنو حافظانو، ۸۸ تنو ته د دوره کبرٰی او ۹۷ تنو ته د دوره صغرٰی د فراغت ویاړمنې پګړۍ د معتبرو شیوخو لخوا ورپه سر کړل شوې.
له معمول سره سم د غونډو په پای کې دسپېڅلي اسلامي نظام د قیام لپاره دعاوې تر سره شوې. ۲۰۲۱/۴/۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.