نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له برازیل څخه ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې له سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده، دا خورا خونړۍ طبعي پېښه د ژانیزو ایالت اړوند پتروپولیس غره ییز ښارګوټي کې را منځ ته شوې ده. د راپورونو له مخې، د سېلابونو او ځمکښوېدنو له […]
له برازیل څخه ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې له سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده، دا خورا خونړۍ طبعي پېښه د ژانیزو ایالت اړوند پتروپولیس غره ییز ښارګوټي کې را منځ ته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله تر دا مهاله ۱۱۷ تنه وژل شوي، ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي، ۲۴ تنه ژغورل شوي او ۷۰۵ تنه خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د سېلابونو یاغي څپې په غونډیو کې پرتو ودانیو ته ننوتي او ګڼ شمېر موټر یې له مخې سره لاهو کړي دي، د برازیل چارواکي وایي، مرستندویه ټیمونه لا هم د نادرکه شویو کسانو په لټه کې دي.
ځایي چارواکو ویلي، کېدای شي د مړو شویو او نادرکه شویو کسانو په شمېر کې لا هم زیاتوالی راشي، ځکه د دوی په خبره چې د پلټنې او ژغورنې چارې لا هم دوام لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.