نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د اندونیزیا په یوه نایټ/شپې کلب کې تر خپلمنځي شخړې وروسته اور لګېدنه را منځ ته شوې، چې له امله یې ۱۹ کسان وژل شوي دي. د معلوماتو پر بنسټ پېښه د یاد هیواد په ختیځ ”سورونګ“ کې د شپې په یوه کلب کې د دوو ډلو تر منځ […]
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د اندونیزیا په یوه نایټ/شپې کلب کې تر خپلمنځي شخړې وروسته اور لګېدنه را منځ ته شوې، چې له امله یې ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ پېښه د یاد هیواد په ختیځ ”سورونګ“ کې د شپې په یوه کلب کې د دوو ډلو تر منځ د خپلمنځي نښتې په نتیجه کې را منځ ته شوه، دواړو ډلو پر یو بل د چړو او بوتلو ګوزارونه کړي، چې د نښتې پر مهال د نامعلوم لامل له کبله په کلب کې اور ولګېده چې ګڼه مرګ ژوبله یې را منځ ته کړه.
ځایي امنیتي کسانو له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي، دوی د پېښې له ځایه د ۱۹ تنو مړي را اېستلي دي چې یو تن د چړو د ګوزارونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، تر اوسه د مړو شویو کسانو هویتونه نه دي معلوم شوي.
داسې انګېرل کیږي چې ښایي دا ځاني تلفات د اور لګېدنې په پایله کې را منځ ته شوي وي، د امنیتي سرچینو له قوله، دلته ورته نښتې عادي بلل کیږي، د دوی په خبره چې د شنبې په ورځ هم د دغو دوو ډلو تر منځ نښته شوې وه، خو دغو تلفاتو ته په کتو دا تر ټوله خونړۍ پېښه ده.
د اور لګېدنې په هکله هم معلومات نشته چې په قصدي ډول اور اچول شوی وي او که د کومې پېښې له کبله به اور بل شوی وي، خو امنیتي چارواکو یې په هکله پلټنې پیل کړي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.