اندونیزیا: د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده

اندونیزیا کې بس موټر د بریک شلېدو له امله له غره سره ټکر کړی، چې په مهال یې ۱۳ تنه وژلي دي، د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ جاوا جزیرې ”یوګیاکارتا“ ایالت کې د یوې فابریکې د کار کوونکو بس موټر د ترافیکي پېښې ښکار شوی چې ۱۳ کسان پکې مړه او لږ […]

اندونیزیا کې بس موټر د بریک شلېدو له امله له غره سره ټکر کړی، چې په مهال یې ۱۳ تنه وژلي دي، د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ جاوا جزیرې ”یوګیاکارتا“ ایالت کې د یوې فابریکې د کار کوونکو بس موټر د ترافیکي پېښې ښکار شوی چې ۱۳ کسان پکې مړه او لږ تر لږه ۳۴ تنه ټپیان شوي دي.

د اندونیزیا امنیتي چارواکو هم منلې چې دا خورا خونړۍ پېښه د بریک فېل کېدو له امله را منځ ته شوې ده، د بریک فېل کېدو نه وروسته موټر د چلونکي له کنټرول څخه وتلی او یوه غره سره یې ټکر کړی دی.

له دې ترافیکې پېښې څخه د بچ پاتې شویو له قوله ویل شوي، کله چې بریک وشلېده بس چلونکی وارخطا شو او پر ځای ددې چې د موټر تېزوالی کنټرول کړي نوموړي په مسلسله توګه ګېرونه ور بدلول.

د بنتول ولسوالۍ امنیه قوماندان احسان رسنیو ته ویلي، هغو ټولو عیني شاهدانو چې ده ور نه پوښتنې ګروېږنې کړي، نوموړي ته ویلي چې موټر چلونکی وارخطا شوی و، په پېښه کې موټر چلونکي هم خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی.