نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ټیکنالوجۍ په دې روان او ګړندي بهیر کې امریکا د انټرنټ په تېزوالي کې خورا زیاتوالی راوستی دی، امریکا د انټرنټ (۵-جي) ته لاس رسی موندلی خو په ورته وخت کې یې منفي اغیز هم کړی، تازه راپورونه ورکړل شوي، چې دغه هیواد ته د نړۍ په کچه ګڼ شمېر الوتنې لغوه شوي دي. […]
د ټیکنالوجۍ په دې روان او ګړندي بهیر کې امریکا د انټرنټ په تېزوالي کې خورا زیاتوالی راوستی دی، امریکا د انټرنټ (۵-جي) ته لاس رسی موندلی خو په ورته وخت کې یې منفي اغیز هم کړی، تازه راپورونه ورکړل شوي، چې دغه هیواد ته د نړۍ په کچه ګڼ شمېر الوتنې لغوه شوي دي.
د نړیوالو راپورونو پر بنسټ، هوایي ډګرونو سره نږدې د (۵-جي) انټرنټ رغولو سره سم د متحده عرب اماراتو په ګډون د نړۍ یو شمېر هیوادونو یاد هیواد ته خپل پروازونه لغوه کړي دي او د ځینو الوتنو بیا یوازې مهالوېش بدل شوی دی.
له هغه وروسته چې امریکا له هوایي ډګرونو سره نږدې د (۵-جي) انټرنټي خدمات چمتو کړل متحده عرب اماراتو، هند او جاپان خپلې الوتنې دغه هیواد ته د احتجاج په ډول لغوه کړلې، که څه هم امریکایي چارواکو له دې اعتراض څخه وروسته له هوایي ډګرونو سره نږدې د (۵-جي) خدمات له انټرنټي پایو لرې کړل خو لا هم یادو هیوادونو خپل اعتراض نه دی مات کړی.
بلخوا هوایي شرکتونه وېره لري، چې (۵-جي) انټرنټي سیګنال کولی شي د الوتکې نیویګیشن سیستمونه ګډوډ کړي، په ځانګړې توګه هغه (بوینګ-۷۷۷) الوتکې اغیزمنوي چې د اوږد واټن لپاره سفر ولري.
که څه هم د امریکا فدرالي ادارې د انټرنټي شبکې تېزوالی د ځینو الوتکو لپاره محفوظ بللی خو لا هم (بوینګ-۷۷۷) الوتکې په دغه فهرست کې نه دي شاملې.
د یادونې وړ ده چې د متحده ایالاتو هوایی شرکتونو هم په یوه لیک کې حکومتي ادارو ته خبرداری ورکړی چې (۵-جي) انټرنټ کولی شي د الوتنې د لوړوالي د اندازه کولو او خوندیتوب پر وسیلو باندې منفي اغیز وکړي، نو دوی باید له هوایي ډګرونو څخه دغه سیستم لرې وساتي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.