امریکا: کولوراډو کې اور لګېدنې کابو ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا کولوراډو ایالت بولډر کاونټي کې لګېدلي ځنګلي اور تر دا مهاله لږ تر لږه ۵۵۰ کورونه ویجاړ کړي او لا د پراختیا په حال کې دی، تازه راپورونه وایي چې د لګېدلي اور له امله زر کورونه سوځېدلي دي. د نړیوالو راپورونو پر استناد د کولوراډو ایالت […]

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا کولوراډو ایالت بولډر کاونټي کې لګېدلي ځنګلي اور تر دا مهاله لږ تر لږه ۵۵۰ کورونه ویجاړ کړي او لا د پراختیا په حال کې دی، تازه راپورونه وایي چې د لګېدلي اور له امله زر کورونه سوځېدلي دي.

د نړیوالو راپورونو پر استناد د کولوراډو ایالت ځنګلي اور سلګونه کورونه ویجاړ کړي، ویل کیږي چې ۳۰ زره وګړي د ځان ژغورلو له امله له خپلو استوګنځایونو څخه وتلي دي.

که څه هم ددې ویجاړونکي اور لګېدنې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ښایي د وچکالۍ له امله رامنځ ته شوی وي، د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، امکان شته چې د کورونو په ویجاړېدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

بلخوا د کولوراډو ایالت والي لګېدلی اور ویجاړونکی بللی او په سیمه کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی، د یادونې وړ ده چې تر اوسه په مختلفو پېښو کې ۶ تنه ټپیان شوي، خو د چا د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی، ځینو سرچینو بیا د ځاني تلفاتو اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

هېره دې نه وي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې هم د یاد ایالت په بولډر کاونټي کې ورته اور لګېدنې ۵۰۰ کورونه سوځولي وو.