نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د رسنیو د معلوماتو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په کلورادو ایالت کې د همجنسبازانو د نڅا په نایټ کلب وسله وال برید تر سره شوی، چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي. دا خونړی برید د یکشنبې په شپه د یاد […]
د رسنیو د معلوماتو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په کلورادو ایالت کې د همجنسبازانو د نڅا په نایټ کلب وسله وال برید تر سره شوی، چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
دا خونړی برید د یکشنبې په شپه د یاد ایالت په سپرینګ سیمه کې د نڅا په یوه کلب تر سره شوی دی، ځایي امنیتي کسانو هم رسنیو ته د یادې پېښې پخلی کړی دی.
د ځایي پولیسو یوې مشرې مېرمن ”پمیلا کاسترو“ ویلي، چې له اطلاع رسېدلو وروسته سمدلاسه امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او یو تن چې ګومان کیږي بریدګر به وي په زخمي حالت کې یې نیولی دی، خو تر اوسه د بریدګر هویت او د برید انګېزه نه ده په ډاګه شوې.
رویټرز خبري اژانس هم ویلي، چې له پېښې وروسته ددغې سیمې کنټرول امنیتي ځواکونو په خپل لاس کې اخیستی او نایټ کلب ته د ورتلو ټولې لارې یې تړلي، راپور زیاتوي چې د مړو او ژوبلو کسانو د لېږد لپاره امبولانسونه هم لیدل کیږي.
د یادولو وړ ده چې ورته پېښه تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې د امریکا فلوریډا ایالت اورلنډ سیمه کې په یوه نایټ کلب کې را منځ ته شوې وه، چې پکې ۴۹ کسان ووژل شول، خو وروسته برید کوونکی هم د امنیتي کسانو په ځوابي ډزو خپل ژوند د لاسه ورکړ.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.