امریکا غواړي تر ټولو وحشي زندان ګوانتنامو په بشپړه توګه وتړي

د پنټاګون په وینا امریکایي چارواکي په پام کې لري چې تر ټولو وحشي زندان ګوانتنامو په بشپړه توګه وتړي، یوې نړیوالې خبري رسنۍ د پنټاګون له قوله ویلي، چې اوس هم په دغه زندان کې له درې درجنو زیات بندیان پاتې دي. د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په ګوانتانامو زندان کې تر دې […]

د پنټاګون په وینا امریکایي چارواکي په پام کې لري چې تر ټولو وحشي زندان ګوانتنامو په بشپړه توګه وتړي، یوې نړیوالې خبري رسنۍ د پنټاګون له قوله ویلي، چې اوس هم په دغه زندان کې له درې درجنو زیات بندیان پاتې دي.

د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په ګوانتانامو زندان کې تر دې مخکې شاوخوا ۸۰۰ بندیان ساتل کېدل، چې اوس د ۱۴ ​​بندیانو محاکمه جریان لري او دوه تنو ته یې سزا ورکړل شوې ده.

پنټاګون همدا راز ویلي، ګوانتنامو کې د بند پاتې زندانیانو د انتقال او سزا ورکولو په اړه غور کوي، د یادونې وړ ده چې کله امریکا پر افغانستان او عراق حمله وکړه نو په دې زړه بوګنونکي زندان کې یې د افغانستان، عراق او سوریې په ګډون ګڼ شمېر مسلمانان بندیان او شکنجه کړل.

خو له دوو لسیزو وروسته چې امریکا له افغانستان څخه ووتله د ګوانتنامو د زندان پر تړلو یې غور پیل کړی او ښایي نږدې راتلونکي کې یې د تړلو پروسه بشپړه شي.