امریکا: د یهودو په عبادت خونه کې یو تن د راهب په ګډون څلور تنه یرغمال کړي

د امریکا په مشهور ایالت تکزاس کې یوه ناڅرګند کس د یهودو په عبادت خونه کې د راهب په ګډون څلور تنه یرغمال کړي دي، ویل کيږي چې له یرغمال شویو څخه یو تن یې په لومړیو کې د امنیتي کسانو له لوري ازاد کړی شوی دی. د تازه راپورونو پر بنسټ، د یاد ایالت […]

د امریکا په مشهور ایالت تکزاس کې یوه ناڅرګند کس د یهودو په عبادت خونه کې د راهب په ګډون څلور تنه یرغمال کړي دي، ویل کيږي چې له یرغمال شویو څخه یو تن یې په لومړیو کې د امنیتي کسانو له لوري ازاد کړی شوی دی.

د تازه راپورونو پر بنسټ، د یاد ایالت والي ګریګ ایبوټ په خپله ټویټ پاڼه کې لیکلي، چې دمګړۍ ټول یرغمال شوي کسان ژغورل شوي، خو د یرغمل نیونکي په اړه لا هم جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په راپورونو کې راغلي، چې د پېښې سره همهاله د چاودنو او ډزو اوازونه هم اورېدل شوي خو د تلفاتو په هکله یې راپور نه دی ورکړل شوی، راپورونه زیاتوي چې ښایي یرغمل نیونکي دا کړنه د یوې پاکستانۍ زنداني مېرمنې عافیه صدیقي د خوشې کولو له امله تر سره کړې وي.

عافیه صدیقي اوسمهال په تکزاس ایالت کې د بند شپې ورځې سبا کوي، نوموړې په ۸۶ کلونو بند محکومه شوې او په دې تور دی چې په امریکایانو یې د بریدونو تر سره کولو هڅه کړې وه.