نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا کې د نژادي توپیر له امله درې ورځې وړاندې پولیسو یو تن تور پوستی امریکایي په ډزو سره وواژه، د دې پېښې په غبرګون کې د منيسوټا ایالت سلګونو ښاریانو پراخ لاریون تر سره کړی دی. پولیسو درې ورځې وړاندې ۲۲ کلن تور پوستی امریکایي وګړی […]
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا کې د نژادي توپیر له امله درې ورځې وړاندې پولیسو یو تن تور پوستی امریکایي په ډزو سره وواژه، د دې پېښې په غبرګون کې د منيسوټا ایالت سلګونو ښاریانو پراخ لاریون تر سره کړی دی.
پولیسو درې ورځې وړاندې ۲۲ کلن تور پوستی امریکایي وګړی په خپل کور کې په ډزو سره وواژه، باخبره سرچینې وایي، پولیسو غوښتل چې د مقتول کور ته د یو لړ څېړنو لپاره ننوځي، خو د ۲۲ کلن تور پوستي لخوا یې مخه ونیول شوه.
ویل کیږي تور پوستي امریکایي امنیتي سرتېرو باندې وسله راواړوله، خو پولیسو وار دمخه پر هغه ډزې وکړې او نوموړی یې وواژه.
نن سلګونو امریکایي وګړو چې شمېر یې ۵۰۰ تنو ته رسېده یوې دولتي پلازې سره یې د امنیتي سرتېرو لخوا د نژادي توپیر پر خلاف نعرې وهلې او د انصاف غوښتنه یې کوله.
د یادونې وړ ده چې امریکا کې د نژادي توپیر له امله د سپین پوستو او تور پوستو تر منځ کړکېچ زیات شوی دی، ورځ تر بلې یې د اخ و ډب راپورونه زیاتیږي، په حکومتي ادارو کې سپین پوستي برلاسي دي له همدې امله په تور پوستو هیڅ رحم نه کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.