نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د امریکا په مختلفو ایالتونو کې د توپاني واورې اورښت له امله د برېښنا سیستم متأثره شوی او زرګونه الوتنې ځنډېدلي دي، د امریکا له پلازمېنې واشنګټن سره نږدې ایالتونو کې زرګونه الوتنې ځنډېدلې دي. د نړیوالو راپورونو له مخې، د واشنګټن په ګډون ختیځ ایالتونه لکه ورجینیا، جارجیا، شمالي او جنوبي کیرولاینا کې تېزې […]
د امریکا په مختلفو ایالتونو کې د توپاني واورې اورښت له امله د برېښنا سیستم متأثره شوی او زرګونه الوتنې ځنډېدلي دي، د امریکا له پلازمېنې واشنګټن سره نږدې ایالتونو کې زرګونه الوتنې ځنډېدلې دي.
د نړیوالو راپورونو له مخې، د واشنګټن په ګډون ختیځ ایالتونه لکه ورجینیا، جارجیا، شمالي او جنوبي کیرولاینا کې تېزې هواګانې، بارانونه او د توپاني واورې اورښت تر ټولو ډېر د برېښنا نظام زیانمن کړی دی.
په شمالي کیرولاینا کې د زیاتې واورې ورېدو له امله لږ تر لږه درې زره الوتنې منسوخ شوي دي او تقریبًا د ۱۴۵۰۰۰ وګړو برېښنا پرې شوې ده.
د امریکا د هوا پېژندنې ادارې په جارجیا، کیرولاینا او ورجینیا کې بېړنی حالت اعلان کړی دی، ویل کیږي چې له دغه توپان څخه متأثره غرییزو سیمو کې د ۴۵ سانتي متره واورې ورېدو اټکل شوی دی.
خو تر دا مهاله د مرګ ژوبلې او مالي تلفاتو راپور نه ورکړل شوی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.