امریکا: د ناقانونه کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۹ کسان نادرکه شوي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر اساس، د امریکا د مشهور ایالت فلوریډا ساحل ته نږدې د اقیانوس په سمندر کې د ناقانونه کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۹ کسان نادرکه شوي دي، د معلوماتو له مخې له دې مرګونې پېښې یوازې یو تن ژوندی ژغورل شوی دی. د امریکایي رسنیو د […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر اساس، د امریکا د مشهور ایالت فلوریډا ساحل ته نږدې د اقیانوس په سمندر کې د ناقانونه کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۹ کسان نادرکه شوي دي، د معلوماتو له مخې له دې مرګونې پېښې یوازې یو تن ژوندی ژغورل شوی دی.

د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، ساحلي ګارډ ویلي، چې کب نیونکو د فورټ پیرس ښار له څنډو څخه ۷۲ کېلو متره لرې په سمندر کې ډوبه شوې کښتۍ ولیده چې یو سړی پرې نښتی لیدل کېده.

ژغورنکو همدا راز ویلي، چې دغه سړی یې له ډوبېدو ژغورلی خو په خبره یې چې په یادې کښتۍ کې لږ تر لږه ۳۹ کسان سپاره وو، دوی غوښتل له کیربین هیواد څخه په ناقانونه توګه امریکا ته واوړي، خو له بده مرغه کښتۍ یې د موسم د خرابتیا له کبله ددې خونړۍ پېښې ښکار شوه.

د باماس او فلوریډا تر منځ د کښتۍ سفر کابو ۴:۰۰ ساعته اټکل شوی دی، امریکایي چارواکو دا د انساني قاچاق خونړۍ پېښه بللې، رسنۍ وایي، چې ژغورونکی ټیم لا هم د نادرکه شویو کسانو په لټه کې دی، خو ژوندي ژغورل شوي کس رسنیو ته ویلي، چې یوه مسافر هم له ډوبېدو نه د ژغورنې جاکټ نه درلوده.

د یادونې وړ ده چې له غریبو هیوادونو څخه خلک کوښښ کوي چې له ناقانونه لارو امریکا او اسټرلیا ته واوړي، خو ډېری وخت له ورته پېښو سره مخ کیږي.