امریکا: د اینډیانا هوایي ډګر ته څېرمه په وسله وال برید کې ۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي

د امریکا خبري رسنۍ وایي، چې د اینډیانا پولیس نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه په یوه ساختمان کې د وسله وال برید له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده، دا برید د فیډ ایکس کمپنۍ په یوې ودانۍ چې د اینډیانا ایالت اړوند اینډیانا پولیس ښار کې موقعیت لري را منځ ته […]

د امریکا خبري رسنۍ وایي، چې د اینډیانا پولیس نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه په یوه ساختمان کې د وسله وال برید له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده، دا برید د فیډ ایکس کمپنۍ په یوې ودانۍ چې د اینډیانا ایالت اړوند اینډیانا پولیس ښار کې موقعیت لري را منځ ته شوی دی.

د این بي سي نیوز د لومړني راپور له مخې، په دې خونړۍ پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي، سپوتنیک خبري اژانس هم په لومړنیو معلوماتو کې د ۸ تنو د ټپي کېدو راپور ورکړی و او ویلي و چې برید کونکی تر دا مهاله نه دی نیول شوی.

ویل کیږي چې د برید پر مهال فيډ ایکس کمپنۍ کې له ۸۰ تر ۹۰ وګړي د برید کونکي لخوا محاصره وو او داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې احتمال لري برید کونکي دوه کسان وي.

ځینو امریکایي رسنیو د بېړنیو کارمندانو چې د پېښې له ځایه یې خلک را اېستل په حواله لیکلي، ددې خونړي وسله وال برید له امله تر د ۵ تنو د وژل کېدو او ۹ تنو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي، خو الجزیرې خبري رسنۍ اینډ ایکس کمپنۍ کې د ټپیانو شمېر ۶۰ تنه ښودلی دی.

د امریکا امنیتي چارواکو د اینډیانا پولیس هوایي ډګر ته ته څېرمه له یو ساعته کلابند شوي ساختمان څخه خبر ورکړی، چې برید کونکي له محاصره کېدو وروسته ځان وژنه کړې.