امريکا د چين پر ۷ شرکتونو بنديزونه ولګول

د امريکا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تازه اعلاميه کې، د چين پر ۷ شرکتونو بنديزونه لګولي، امريکا پر دغو چينايي شرکتونو تور لګولی، چې د امريکا له سياست سره په ټکر کې يې فعاليت ته دوام ورکړی او د چين له نظامي وسيلو يې کار اخيستی دی. د امريکا او چين تر منځ […]

د امريکا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تازه اعلاميه کې، د چين پر ۷ شرکتونو بنديزونه لګولي، امريکا پر دغو چينايي شرکتونو تور لګولی، چې د امريکا له سياست سره په ټکر کې يې فعاليت ته دوام ورکړی او د چين له نظامي وسيلو يې کار اخيستی دی.

د امريکا او چين تر منځ په تېر يوه کال کې په يو شمېر مختلفو مسائلو لکه تجارتي جګړه، د کرونا ويروس خپراوی او د تايوان پر سره راپورته شوي اختلافات، خو په دې ټولو مسئلو کې د تايوان پر سر را ولاړ شوي اختلافات تر نورو هغو ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي.

چين وايي چې تايوان د دوی د هيواد يوه برخه ده، خو تايوان وايي، چې دغه هيواد يو مستقل هيواد دی او د چين اړوند نه دی، د تېر کال په وروستيو کې امريکا پر تايوان پرمختللې وسلې وپلورلې چې د امريکا دا کار د چين له سخت غبرکون سره مخ شو.

چين لا په هغه وخت کې وويل، چې دا کار د دوی په کورنيو چارو کې مداخله ده چې بايد امريکا له دې کاره ژر تر ژره لاس واخلي، خو امريکا تايوان د يو مستقل هيواد په توګه پېژني نو له همدې امله يې پرمختللې وسلې پرې وپلورلې.

د يادونې وړ ده چې تېر کال هم د ډونالډ ټرمپ ادارې په ګڼ شمېر چينايي شرکتونو له دې امله بنديزونه ولګول چې ګواکې د چين له نظامي ادارې سره ارتباط لري، خو چين بيا په څو ځله ويلي، چې امريکا دې د دوی په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او را ولاړې شوې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.