نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نړیوالو خبري رسنیو د الجزیرې خبري شبکې په حواله لیکلي، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې کابو ۴۷ زره امریکایان د وسله والو یریدونو له امله وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي دی. الجزیره خبري رسنۍ د یوې امریکایي موسیسې د راپور پر استناد لیکي، امریکا کې تېر کال د وسله والو بریدونو له […]
نړیوالو خبري رسنیو د الجزیرې خبري شبکې په حواله لیکلي، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې کابو ۴۷ زره امریکایان د وسله والو یریدونو له امله وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي دی.
الجزیره خبري رسنۍ د یوې امریکایي موسیسې د راپور پر استناد لیکي، امریکا کې تېر کال د وسله والو بریدونو له امله ۴۳ زره تنو امریکایي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه د ۶۱۱ بریدونو راپورونه تثبیت شوي دي.
د روان کال جنوري میاشتې تر پیل پورې ۴ زره امریکایي وګړو د وسله والو بریدونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی چې له همدې امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷ زرو ته لوړ شوی دی، ویل کیږي چې دغه هیواد کې د کرونا ویروس د کنټرول له امله بندیزونو، د نژاد پرستۍ پر وړاندې لاریونونو او د انتخاباتو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله ډېری امریکایانو د وسلو پیر او پلور ته مخه کړې ده، چې له همدې کبله پکې وسله والو بریدونو هم زور اخیستی دی.
د یادونې وړ ده چې تېره پنجشنبه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د وسلو د محدودیت په اړه یو قانون معرفي کړ او له کانګرس څخه وغوښتل چې دا قانون تصویب کړي، نوموړي په امریکا کې وروستي بریدونه په نړیواله کچه سپکونکي اعمال بللي او ددې بریدونو غندنه یې وکړه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.