الجزیره: سوماليه کې چاودنې ۱۰ تنه وژلي او ۱۵ نور یې تپیان کړي دي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د سومالیه په مرکز کې یوې چاودنې خونړۍ مرګ ژوبله را منځ ته کړې ده، د الجزیرې د راپور پر استناد یاده چاودنه د بلدوین ښار اړوند یوه هوټل کې تر سره شوې ده. الجزیره زیاتوي، په دې خورا خونړۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د سومالیه په مرکز کې یوې چاودنې خونړۍ مرګ ژوبله را منځ ته کړې ده، د الجزیرې د راپور پر استناد یاده چاودنه د بلدوین ښار اړوند یوه هوټل کې تر سره شوې ده.

الجزیره زیاتوي، په دې خورا خونړۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او کابو ۱۵ کسان نور ټپیان شوي دي، تر اوسه نه ده معلومه چې چاودنه چا کړې ده، خو ورته بریدونه د الشباب ډلې لخوا تر سره کیږي.

بلخوا ”الصومال الجدید“ خبري رسنۍ ویلي، چاودنه د هیرشبیلي ایالت، هیران سیمه بلدوین ښار کې په یوه هوټل کې هغه مهال وشوه، کله چې یو تن په ځان پورې تړلیو چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړ.

الصومال الجدید همدا راز وایي، له هوټل سره نږدې د سومالیې هیواد اړوند یوې حکومتي ودانۍ هم شتون درلود چې د همدې چاودنې له امله دوه تنه حکومتي چارواکي هم وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ هم سومالیه د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و، په هغې چاودنه کې چې تېره اونۍ تر سره شوې وه مسئولیت یې الشباب ډلې منلی و او له امله یې شپږ تنه وژل شوي وو، پېښه په موګادیشو کې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو تر سره شوې وه.