افغانستان: په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په هیواد کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په دې خورا خونړیو پېښو کې ۹ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. نن مازدیګر د جوزجان ـ اندخوی پر لویه لاره یو عراده زرهي موټر چې ویل کیږي دیني عالمان پکې سپاره وو، چپه شوی […]

په هیواد کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په دې خورا خونړیو پېښو کې ۹ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

نن مازدیګر د جوزجان ـ اندخوی پر لویه لاره یو عراده زرهي موټر چې ویل کیږي دیني عالمان پکې سپاره وو، چپه شوی چې له امله یې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دوه تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، ددې خونړۍ ترافیکي پېښې ټول قربانیان دیني عالمان وو، په راپور کې همدا راز راغلي، چې ټپیان شوي کسان یې د مزار شریف ښار روغتون ته انتقال کړي دي.

د یوې بلې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او شپږ تنه ټپیان شوي دي، دا پېښه د هرات ـ کندهار پر لویه لاره را منځ ته شوې ده.

د فراه امنیه قومندانۍ ویاند عبد الاحد احمدي رسنیو ته ویلي، چې پېښه د دوو موټرو تر منځ د ټکر له امله را منځ ته شوې ده، نوموړي یې لامل تېز رفتاري ښودلې ده.

بلخوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په خپله ټویټر پاڼه د یوه دیني عالم مفتي محمد اسحاق انځور نشر کړی او ورسره یې لیکلي، چې نوموړي نن په یوې ترافیکي پېښه کې خپل ژوند بایللی دی.

https://twitter.com/HabibiSamangani/status/1487101754395308035?t=WIojzdvrmAR4YGaVbyYrNg&s=19

نوموړی ستر دیني عالم او په مزار شریف ښار کې د امام ابو حنیفه رحمه الله د دار العلوم بنسټګر و، د ښاغلي سمنګاني په خبره د نوموړي مړینه د اسلامي امت لپاره ستره ضایع ده.