افریقایي هیواد مډغاسکر کې سمندري توپان ځاني او مالي تلفات اړولي دي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، افریقایي هیواد مډغاسکر کې سمندري توپان ګڼ شمېر ځاني او مالي تلفات اړولي دي، د یکشنبې په ورځ سمندري توپان د یاد هیواد جنوب ختیځې ساحلي برخې وځپلې. د راپورونو له مخې، له توپان دمخه په سیمه کې شدید باران وشو چې خورا تېزې هوا یې ملتیا […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، افریقایي هیواد مډغاسکر کې سمندري توپان ګڼ شمېر ځاني او مالي تلفات اړولي دي، د یکشنبې په ورځ سمندري توپان د یاد هیواد جنوب ختیځې ساحلي برخې وځپلې.
د راپورونو له مخې، له توپان دمخه په سیمه کې شدید باران وشو چې خورا تېزې هوا یې ملتیا کوله، د هوا تېزوالی په یوه ساعت کې ۱۶۵ کېلو متره اټکل شوی و.
ددغه هیواد په ساحلي برخو کې ۴۸ زره وګړي بې کوره شوي، مختلفو پېښو کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د تېزې هوا او سېلابونو له کبله ګڼ شمېر ودانۍ نړېدلي دي او د زرګونو کورنیو برېښنا پرې شوې ده.
ددغه سمندري توپان له امله د مډغاسکر هیواد ”نوزي واریکا“ ښارګوټی ډېر ځپل شوی دی، د یوه راپور له مخې په دغه هیواد کې دوه اونۍ وړاندې د یوه سمندري توپان له امله ۵۵ کسان مړه او له ۱۳۰ زرو څخه د ډېر وګړو برېښنا پرې شوې وه.
خونړي سمندري توپان له هغه وروسته چې مډغاسکر هیواد یې وځاپه، اوسمهال د افریقا د لویې وچې ختیځو هیوادونو موزمبیق او ملاوي پر لور خپل رخ بدل کړی دی، خو دا چې هلته یې څومره تلفات اړولي/اړوي معلومات نه دي خپاره شوي.