نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نړیوالې خبري رسنۍ راپور ورکوي، چې د اسرائیلو په شمال کې د مذهبي مراسمو د لمانځنې پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۶۵ ټپیان دي. د اسرائیلو خبري سرچینې وایي، چې دغه مذهبي مراسم چې (لاګ با عمر) په […]
نړیوالې خبري رسنۍ راپور ورکوي، چې د اسرائیلو په شمال کې د مذهبي مراسمو د لمانځنې پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۶۵ ټپیان دي.
د اسرائیلو خبري سرچینې وایي، چې دغه مذهبي مراسم چې (لاګ با عمر) په نوم یادیږي، د هیواد په شمال صفد ښار ته څېرمه د میرون په غره کې لمانځل کېدل، چې د زیاتې ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له امله دا خونړۍ پېښه را منځ ته شوې ده، له پېښې وروسته مرستدویه ټیمونو د امبولانسونو په واسطه ژوبل کسان روغتونو ته رسولي دي.
د روغتیاپالانو په اند، په ټپیانو کې هم د ۲۴ کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی، د یادونې وړ ده چې له پېښې وروسته د هغو ټپیانو چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ بلل شوی وو، مرستندویه ټیمونو سیمې ته امبولانس چورلکې را غوښتې وې تر څو ژوبل کسان په عاجله توګه روغتونو ته ورسوي.
بلخوا د اسرائیلو لومړي وزیر ”بنیامین نتنیاهو“ په خپل ټویټر پیغام کې ددې پېښې په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ددې پېښې د قربانیانو لپاره به دعاء کوي.
هېره دې نه وي، چې د دې پېښې د وخامت له امله ممکن د مړو او ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.