اردوغان: حاضر یم تر څو د روسیې او اوکراین تر منځ منځګړیتوب وکړم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، حاضر دی تر څو د روسیې او اوکراین تر منځ منځګړیتوب وکړي، نوموړي ویلي چې د یادو دوو هیوادونو تر منځ کړکېچن وضعیت باید د خبرو له لارې حل شي. ښاغلی اردوغان چې ښایي د فبرورۍ په لومړیو کې اوکراین ته لاړ شي […]

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، حاضر دی تر څو د روسیې او اوکراین تر منځ منځګړیتوب وکړي، نوموړي ویلي چې د یادو دوو هیوادونو تر منځ کړکېچن وضعیت باید د خبرو له لارې حل شي.

ښاغلی اردوغان چې ښایي د فبرورۍ په لومړیو کې اوکراین ته لاړ شي او هلته له یو شمېر چارواکو سره وګوري، وایي، چې غواړي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر زلنسکي په یو مېز کېنوي او را منځ ته شوی کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د السلوادور له ولسمشر نجیب بقیله سره په یوې ګډه غونډه کې دا وړاندیز مطرح کړی، نوموړي زیاته کړې، مونږ د روسیې او اوکراین تر منځ په کړکېچن وضعیت کې له زیاتوالي سره موافق نه یو او د دوو داسې هیوادونو تر منځ ستونزې را ولاړېدل چې پخوا یې اړیکې درلودلې ناراحته کړي یو.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې له اوکراین سره پر پوله خپلو پوځي تمریناتو لا هم دوام ورکړی دی، له همدې امله امریکا وېره لري چې ښایی په ډېره کمه موده کې به روسیه پر اوکراین برید وکړي، خو روسیه د غرب دغه وېره بې ځایه ګڼي.

امریکا غواړي اوکراین د ناټو بږپه غړیو هیوادونو کې شامل کړي، خو روسیه یې کلک مخالفت کوي، بلخوا امریکا متحده ایالتونو اوکراین ته په لسګونه ټنه توکي لېږلي تر څو د روسیې په وړاندې د احتمالي برید ځواب ووایي.

که څه هم امریکا دا وړاندوینه کړې چې ګواکې روسیه به په نږدې راتلونکي کې پر اوکراین برید وکړي، خو د ملګرو ملتونو سر منشي انتوني ګوتریش دغه احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې داسې کومې نښې نښانې نه لیدل کیږي.