یرغلګر او کابل رژیم دې روان وحشت ودروي

د ورځي خبره: د یرغلګرو او کابل رژیم په هوایې بریدونو او شپنیو چاپوکي د ولسي تلفاتو کچه ډيره لوړه شوې، دښمن په پرله پسې ډول دولسي هیوادوالو شهیدولو او کور نړولو ته ملاتړلې ده، تېرو څو ورځو کې دهیواد په مختلفو برخو کې ددښمن په بمباریو او چاپو کې ګڼ شمېر مدرسې، مسجدونه، کلینیکونه […]

د ورځي خبره:

د یرغلګرو او کابل رژیم په هوایې بریدونو او شپنیو چاپوکي د ولسي تلفاتو کچه ډيره لوړه شوې، دښمن په پرله پسې ډول دولسي هیوادوالو شهیدولو او کور نړولو ته ملاتړلې ده، تېرو څو ورځو کې دهیواد په مختلفو برخو کې ددښمن په بمباریو او چاپو کې ګڼ شمېر مدرسې، مسجدونه، کلینیکونه او دهستوګني سیمې په نښه او ویجاړې شوې.
د یرغلګرو او کابل رژیم له خوا په پرله پسې توګه پر ولس میشتو سیمو هوایې حملې،توپچي بریدونه او شپنۍ چاپې وهل کیږي،په د ې ډول حملو کي ټول زیان ولس ته رسیږي،د ښځو،ماشومانو او ځوانانو دشهادت ترڅنګ،د خلګو کورونو،مالونو او فصلونو ته هم لوی زیان رسیږي.
دښمن په خپلو حملو کي دملکي تلفاتو څخه چورلټ انکار کوي،که څه هم خلګ هر څومره چیغي ووهي چي راشئ وګورئ ټول زیان ولسي خلګو ته رسیدلی،خو که کومه پیښه ډيره ښکاره او انکار ناپذیره شي نو بیا پر مجاهدینو تور لګوي چي د ملکي خلګو په کورونو کي پټیږي او یاد خلګو له منځه پر دوی بریدونه کوي،که دا دعوه یې هم خلګ په کره لاسوندونو رد کړي،نو بیا په یوه جمله کي په پیښه د خواشینۍ ښودلو او یامعافي غوښتلو ځان له دې ستر جرم څخه خلاصوي.
کابل رژیم خو دیرغلګرو له لوري پر هغو ولسي تلفاتو هم څه نه وایې چي اشغالګر اعتراف ورباندي وکړي چي په دې او یا هغه پیښه کي ددوی په بریدونو کي ملکي خلګو ته زیان رسیدلی دی.
کابل رژیم او یرغلګر ځواکونه که د بشر دوستۍ نارې وهي، مګر په عمل کې یې بشر دښمني په اثبات رسولې ده،شپه او ورځ ددوی په بریدونو کې بې دفاع ولسي وګړي شهیدانیږي، کورونه او عام المنفعه ځایونه په سستیماتیک ډول ورانیږي.
د ملکي تلفاتو ډيرښت دجدي اندیښنې او خواشینۍ خبره ده،یرغلګر او کابل رژیم نور باید دملکي خلګو د سر اومال دتلف کیدو څخه لاس واخلي،ځکه دولسي خلګو په شهیدولو،بندي کولو او ځورولو سره دخپلي بقا ستنې نشي ټینګولای.
که اشغالګر او مزدور رژیم دولسي هیوادوالو کړولو، شهیدولو، کور ویجاړولو او داسلامي شعایرو سپکاوي ته دوام ورکوي، داسلامي امارت اتل مجاهدین به دخپلو سرونو په قمیت ددې جنایتونه غچ له دښمن څخه اخلي او خپلې برحقې مبارزې ته به په لا قوت سره دوام ورکوي.