څرنګه د افغانۍ ارزښت ثابت ساتلی شو؟

د ورځې خبره اوس چې لوېديځ تقريباً پر ټوله نړۍ اقتصادي سلطه او برتري لري، په ټوله دنيا کې امريکايي ډالر، د هيوادونو د اسعارو لپاره معيار دی او ډالر د نړيوال تجارت لپاره له ټولو غوره کرنسي ګڼل کېږي، آن چين چې په اقتصادي ډګر کې د امريکا ستر حريف هم دی، د نړيوال […]

د ورځې خبره
اوس چې لوېديځ تقريباً پر ټوله نړۍ اقتصادي سلطه او برتري لري، په ټوله دنيا کې امريکايي ډالر، د هيوادونو د اسعارو لپاره معيار دی او ډالر د نړيوال تجارت لپاره له ټولو غوره کرنسي ګڼل کېږي، آن چين چې په اقتصادي ډګر کې د امريکا ستر حريف هم دی، د نړيوال تجارت لپاره له ډالرو غوره او اعتمادي کرنسي نه لري.
پوښتنه دا ده، چې ولې د هيوادونو د اسعارو بيې لوړيږي او ښکته کيږي؟ او څرنګه کولی شو، چې د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانيو ارزښت ثابت وساتو؟
د لومړۍ پوښتنې ځواب دا دی، چې د لوېديځ او په ځانګړې توګه د امريکا د اقتصادي ولکې او سلطې له امله ډالر د نړيوال تجارت لپاره له ټولو غوره کرنسي ده او څرګنده ده چې هر هيواد د خپلې اړتيا وړ ځينې توکي له نورو هيوادونو واردوي، ځکه نو هر لوی پانګوال ډالر ته اړتيا لري. همدا لامل دی، چې په هر هيواد کې د ډالرو طلب زيات وي او هر څوک غواړي چې د نړيوال تجارت لپاره بايد کافي اندازه ډالر ولري.
کله چې مارکيټ کې د ډالرو غوښتنه ډېره وي، خو په هماغې اندازه ډالر په مارکيټ کې نه وي، پخپله د ډالرو په وړاندې د کورنۍ روپۍ ارزښت رالويږي او د ډالرو ارزښت لوړيږي.
په داسې صورت کې موږ وينو چې د اجناسو بيې هم لوړيږي، په ځانګړې توګه وارداتي هيوادونه له دې ستونزې سره ډېر مخ کيږي، ځکه چې حکومت يا تاجر له بهرنيو هېوادونو په ډالرو يو څه وارد کړی وي، دلته يې په داسې نرخ خرڅوي، چې ده ته خپل ډالر او ګټه پوره کړي او چې کله د ډالرو ارزښت لوړ شي، د اجناسو بيې هم لوړيږي، ځکه چې اوس يې په پخواني نرخ خرڅول د ده پانګه او ګټه نشي پوره کولی.
د طلب او رسد ترمنځ د تفاوت له امله يوازې د ډالرو نه، بلکې د هرڅه بيې ښکته پورته کيږي، د بيلګې په توګه په ګرمۍکې د يخ غوښتنه ډېره وي او عرضه يې کمه وي، نو ځکه يې قيمت هم لوړيږي؛ خو په يخنۍکې بيا د يخ غوښتنه کمه وي، نو ځکه يې قيمت او ارزښت هم رالويږي.
د دوهمې پوښتنې ځواب دا دی، چې په اوسنيو شرايطو کې افغانستان څه چې هيڅ هيواد هم په يوازې سر او په مستقل ډول د دغې ستونزې مخه نشي نیولای، ځکه چې تر څو ډالر د نړيوال تجارت معيار وي، تر هغو به يې غوښتنه هم ډېره وي؛ خو که چېرې ځينې لارې چارې په کار واچول شي تر يوه حده دغه ستونزه هوارېږي:
۱_ که د هيواد په دننه کې د هر ډول اجناسو پېر او پلور په افغانيو وشي، ددې ګټه به دا شي، چې تر يوه حده به د اسعارو مارکيټ کې د افغانيو غوښتنه هم ډېره وي او ارزښت به يې هم ثابت وي.
د همدې اصل له مخې د اسلامي امارت له حاکمیته وړاندې په هيواد کې د قيمتي اجناسو، لکه: د موټر، ځمکې، کور او دکان پېر او پلور او دغه راز د کورونو او دکانونو کرايه په ډالرو وه، خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دغه ستونزه يو څه حل شوه، چې د افغانيو په ارزښت او ثبات سره يې هم ډېره مرسته وکړه.
۲_ بازار/مارکېټ ته بايد له غوښتنې سره سم ډالر عرضه کړای شي، تر څو يې د ځايي کرنسي په وړاندې ارزښت پورته نشي. او دغه راز له هيواد څخه د ډالرو د قاچاق او احتکار مخنيوی هم د افغانيو د ارزښت ساتنې برخه کې مرسته کولی شي.
ددې لپاره چې د خوراکي او نورو توکو بيې پر خپل ځای پاتې شي او ملت له ستونزو سره لاس او ګريوان نشي، د افغانيو د ارزښت ساتنه خورا مهمه ده، اسلامي امارت که څه هم په دې برخه کې خورا چټک اقدامات کړي او د افغانيو ارزښت ساتنې ته ژمنتيا لري، خو د اوږدمهالې حل لپاره نور کار ته هم اړتيا ده او دغه راز په دې برخه کې د ملت همکاري هم مهمه ده، چې په خپلو معاملاتو کې يوازې افغانۍ وکاروي او خپل مسئولیت سرته ورسوي.