په ساړه فصل کې تاوده سنګرونه

د ورځي خبره :  داسلامي امارت اتلو مجاهدینو په روان ساړه مو سم کې هم جهادي سنګرونه ګرم ساتلي، دیرغلګرو پر پټنځایونو او موټریزو قطارونو یې په توغندیز او راکټي بریدونو کې لسګونه اشغالګر وژلي، دکابل رژیم له وسله والو یې ګڼ بیسونه او پوستې نیولې. لاندې د جهادي بریاوو څو هغه بېلګې دي چې […]

د ورځي خبره : 

داسلامي امارت اتلو مجاهدینو په روان ساړه مو سم کې هم جهادي سنګرونه ګرم ساتلي، دیرغلګرو پر پټنځایونو او موټریزو قطارونو یې په توغندیز او راکټي بریدونو کې لسګونه اشغالګر وژلي، دکابل رژیم له وسله والو یې ګڼ بیسونه او پوستې نیولې.

لاندې د جهادي بریاوو څو هغه بېلګې دي چې نن او پرون د قهرمانو مجاهدینو په برخه شوي ، د الخندق مبارکو عملیاتو په جریان کې تېره شپه د بادغیس ولایت په آبکمري، سنګ آتش او مقر ولسوالیو کې د دښمن په پوستو د مجاهدینو لخوا چاپې ووهل شوې او ۷ پوستې فتحه شوې،په دې چاپو او بریدونو کې ددښمن لسګونه وسله وال ووژل شول او ګڼ مهمات یې مجاهدینو غنمیت کړل.

د هرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ پشت شهر سیمه کې هم د دښمن په پوستو بریدونه وشول،دمجاهدینو په رسا بریدونو کې ددښمن ۸ ټانګونه ویجاړ او دکمانډویانو په ګډون تر ۲۰ زیات عسکر له منځه یووړل شول.

د کندز ولایت دقلعه زال ولسوالۍ په آختیپې سیمه کې دمجاهدینو په بریمنو عملیاتو کې ۱۶ تنه عسکر ووژل شول ۳ټانګونه او ۲موتره یې ویجاړ شول .

د بلخ ولایت  دکشندې ولسوالۍ په شیخ سردره سیمه کې د دښمن ۲ پوستې فتحه شوې،دښمن ته د سر او تجهیزاتو زیان واوښت.

د بغلان دپلخمري ولسوالۍ په ډنډ شهاب الدین سیمه کې هم یوه قرارګاه او ۲ پوستې فتحه شوې، ۳۰ عسکر او اربکیان وژل شوي، ۵ ټپيان او ۲ ژوندي نیول شوي

.دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ د زنګي په نامه ټوله سیمه د دښمن له وجود څخه تصفیه کړل شوه.

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې هم یوه پوسته فتحه ۸ اربکیان وژل شوي ۷ ټپيان دي.

بادغیـس ابکمري سنګ آتش او مقر ولسوالیو کې۷ پوستې فتحه شوي دامنیه قومندان په شمول ۴۲مزدورعسکرقتل۲۰ ژوبل شوي.

هرات  شینډنډکې ۸ ټانګونه تخریب۱۷  مزدورعسکر قتل۶ژوبل ۲ عسکراوګڼ مهمات ونیول شول.

بلخ چهاربولک کې ۶ نورې پوستې هم د مجاهدینو لاسته ولوېدلې.

کندهار میوندکې جلاپېښوکې ۳ شوبلې  تخریب ۴ مزدورعسکر مړه اوژوبل شول.

د ژمي په روان فصل کې داسلامي امارت مجاهدینو نه یوازي داچې خپل مورچلونه ساتلي، بلکې له دښمن څخه یې هم ډیرې سیمې نیولې،خو یرغلګر  ځواکونه او دکابل رژیم وسله وال  چې په مراتبو تر مجاهدینو ډير مجهز دي، لویه توپخانه او هوایې ځواک یې ملاتړکوي، بیا هم په هر میدان کې په تیښته او ذلیل دي. ولې؟!، ځکه دادګډ دښمن د بطلان، ظلم او پردي پالنې لویه نښه ده او دمجاهدینو دحقانیت، ولسي ملاتړ انکار نه کیدونکی ثبوت دی.

نو هغه کسان چې اوس هم د یرغلګرو په چوپړ کې دي او دکابل رژیم په چوکاټ کې دامریکایې ګټو دساتنې لپاره ټوپک پر اوږه دی، خپل ولس وژني، ارزښتونه سپکوي او دګران هیواد داستقلال په بیه خیټه مړوي، باید له دې ستر جرم څخه توبه وباسي، داسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شي، اسلامي امارت دټولو هغو وطنوالو چې دیرغلګرو او کابل ادارې له حمایت څخه لاس واخلي، هر کلی کوي او د عزت،سر او مال دساتنې تضمین یې کوي.

په ټوله کې د ګران هیواد په مختلفو سمتونو کې دمجاهدینو دواک ساحه پراخه شوې او خلکو ته د ډاډمن ژوند زمینه برابره شوې ده. ګډ دښمن ددې توان او مورال نه لري چې خپل سنګرونه وساتي، په پرله پسې ډول دمجاهدینو له لوري شړل کیږي او په لویو ښارونو کې دمحاصرۍ کړۍ ورباندې تنګیږي.