نړيوال دې د افغانستان امن او اقتصادي پرمختګ ومني

د ورځې خبره الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) څلور لسيزې په افغانستان کې په مختلفو نومونو او د بېلابيلو اهدافو لپاره خونړۍ جګړې وشوې، دلته شوروي اتحاد او ناټو خپل بخت وازمايه، پر پرمختلليو تجهيزاتو سمبال لسګونه زره عسکر يې کلونه -کلونه وساتل، د امنيت، عدالت او پرمختګ درواغجن شعارونه يې زمزمه کول؛ خو بيا يې هم […]

د ورځې خبره

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) څلور لسيزې په افغانستان کې په مختلفو نومونو او د بېلابيلو اهدافو لپاره خونړۍ جګړې وشوې، دلته شوروي اتحاد او ناټو خپل بخت وازمايه، پر پرمختلليو تجهيزاتو سمبال لسګونه زره عسکر يې کلونه -کلونه وساتل، د امنيت، عدالت او پرمختګ درواغجن شعارونه يې زمزمه کول؛ خو بيا يې هم نه يوازې افغانستان امنيت، عدالت او ‎پرمختګ ته و نه رساوه، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو نا امنۍ، ظلم او فساد زياتېده.
د امريکايي او ناټو ځواکونو د اشغال پر مهال دلته هره ورځ په اوسط ډول له ۳۰۰ ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو د کرکېلې او توليد او دغه راز د فساد په نوملړ کې لومړی ځای درلود، له وژنو، اختطافونو او غلاوو خلک تر پوزې راغلي وو.
خو يو نيم کال وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ بريالی شو، اشغالګر وتښتېدل، افغانستان خپلواکي واخيسته، يو خپلواک اسلامي نظام حاکم شو، د جګړې او نا امنيو ځای ډاډمن امنيت ونيو، د نشه يي توکو کرکېله او توليد او دغه راز د فساد او جرمونو په وړاندې رښتينې مبارزه وشوه، د امريکا او نورې نړۍ له لوري پر سياسي او اقتصادي فشارونو سربېره افغانستان په اقتصادي ډګر کې هم پرمختګ کړی، چې نړيوال اقتصادي سازمانونه يې هم مني.
خو اوس هم ځينې لوېديځې او پرديپالې رسنۍ او سازمانونه په ډېر سپين سترګۍ سره افغانستان ناامنه معرفي کوي، هغوی د افغانستان داسې تصوير وړاندې کوي، چې ګواکې دغه هيواد د بهرنيو ډيپلوماټانو لپاره نا امنه دی او ددې لپاره چې خلکو ته اندېښنې پيدا کړي داسې راپورونه خپروي، چې ځينې هيوادونه غواړي په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړي، د بيلګې په توګه ځينې رسنۍ وايي چې روسيه، چين، ترکيه او قطرپه افغانستان کې د خپلو سفارتونو د تړلو هوډ لري.
دغه راز راپورونه هيڅ حقيقت نه لري، بلکې يوازې د سيمه ييزو هيوادونو او افغانانو لپاره د اندېښنو په پار خپريږي. د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې مسکو په کابل کې د خپل سفارت د تړلو هوډ نه لري. د روسيې د ټاس خبري اژانس په يوه راپور کې د ضمير کابلوف په حواله زياته کړې چې روسيه په افغانستان کې د خپلې سياسي استازولۍ د تړلو هوډ نه لري.
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزيرهم څو ورځې وړاندې له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو په هکله د معلوماتو ورکولو پر مهال ويلي و، چې د نړۍ لسو هېوادونو ته يې خپل ډيپلوماټان ليږلي. نوموړي پاکستان، روسيه، ايران، ازبيکستان، چين، سعودي عربستان، قزاقستان، ترکيه، ترکمنستان او قطر هغه هېوادونه وبلل، چې د افغانستان د اسلامي امارت ډيپلوماټان يې منلي دي. متقي دا هم ويلي و، چې په ځينو نورو هېوادونو کې له تېر نظام څخه پاتې ډيپلوماټان او افغان سفارتونه هم ورسره په اړيکه کې دي او د دوی په خوښه خپلې چارې مخته وړي.
د افغانستان نوي حکومت څو-څو ځله په څرګند ډول ويلي، چې دوی د نړۍ له هر هيواد سره د متقابل احترام په چوکاټ کې ډيپلوماتيکي اړيکي غواړي او له هغوی هم د ورته تعامل غوښتنه کوي او دغه راز يې په واضح او تکراري ډول ويلي، چې هيچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.
لنډه داچې افغانستان اوس له بل هر وخته ډېر امن هيواد دی، هيڅ هيواد ته د افغانستان له خاورې ګواښ نشته او نه هم د کوم بهرني هيواد ډيپلوماټان په خطر کې دي. نړۍ دې په ډاډه زړه له افغانستان سره سياسي تعامل وکړي، په افغانستان کې د نن حقايق ( امن او اقتصادي پرمختګ) دې ومني او سترګې دې نه ترې پټوي. په افغانستان کې د پانګونې لپاره ډېر ښه فرصتونه شته، خو دا هغه مهال ممکن دی، چې نړيواله ټولنه له افغانستان سره رسمي اړيکې جوړې کړې، د انزوا او فشارونو پر ځای دې د سياسي لارو چارو او ډيپلوماټيکو چينلونو له لارې نوي افغان حکومت سره خپلې غوښتنې او اندېښنې شريکې کړي.