د نظام ثبات د ټولو مشترک هدف

د ورځې خبره: د نظام ثبات او پايښت د ملتونو او هيوادونو د پرمختګ لپاره اساسي شرط دی، هغه ملتونه او هيوادونه په اقتصادي، سياسي او نظامي برخو کې ډېر ګړندي پرمخ ځي، چې ځواکمن، پايدار او مستحکم نظامونه لري. د نظام ثبات او استحکام د حکومتونو او ملتونو لپاره مشترک هدف دی او ددې […]

د ورځې خبره:
د نظام ثبات او پايښت د ملتونو او هيوادونو د پرمختګ لپاره اساسي شرط دی، هغه ملتونه او هيوادونه په اقتصادي، سياسي او نظامي برخو کې ډېر ګړندي پرمخ ځي، چې ځواکمن، پايدار او مستحکم نظامونه لري. د نظام ثبات او استحکام د حکومتونو او ملتونو لپاره مشترک هدف دی او ددې هدف ترلاسه کول له هرڅه لومړيتوب لري، يعنې حکومتونه او ملتونه په ګډه ددې هدف د لاس ته راوړلو لپاره هڅې او کوښښونه کوي.
خو سوال دا دی، چې حکومت او ملت د نظام ساتنې او ثبات په برخه کې کوم مسئوليتونه لري او څه ډول هدف ته رسېدلی شي؟
حکومت، چې د ملتونو د چارو واګې ورسپارل شوي، مسئوليت لري چې لومړی د نظام د ثبات او د ملت د هوساينې لپاره ملي ګټې او مصالح ترسيم کړي، بيا يې په ټول ځواک او توان د لاس ته راوړلو لپاره عملي اقدامات وکړي او د خپلو پلانونو او برنامو په هکله له ملت سره معلومات شريک کړي او دغه راز د ملت روا او مشروع غوښتنې درک او واوري.
په دې برخه کې د حکومت دوهم مسئوليت دا دی، چې پر دولتي دندو او مسئوليتونو د اهليت له مخې وړ او مناسب کسان وګماري؛ خپلولي، انډيوالي او واسطې بايد د اهل او وړ کسانو د مخکې والي او ترقۍ مخه ونه نيسي.
د نظام د ثبات او استحکام په برخه کې د حکومت دريېم مسئولیت دا دی، چې قوانين د ټولنې پر ټولو افرادو يو ډول تطبيق کړي، مکافات او مجازات د قانون له مخې وشي، په دې برخه کې د ټولنې ټولو افرادو ته په يوه سترګه وکتل شي انډيوالي او خپلوي بايد د قانون د تطبيق په برخه کې خنډ نشي.
په دې سره به ملت په ذهني ‌‌ډول ارام او مطمئن وي، حکومت به خپل ګڼي او پردي به نشي کولی چې دوی د خپلو شومو موخو لپاره د نظام په وړاندې راوپاروي.
ددغه ستر هدف د لاس ته راوړلو لپاره ملتونه هم يو لړ مسئوليتونه او مکلفيتونه لري، لومړی دا چې د نظام د ثبات لپاره د حکومتونو له لوري جاري شوي فرمانونه او احکام ومني، اطاعت يې وکړي او د قوانينو د تطبيق په برخه کې له حکومت او چارواکو سره مرسته وکړي . بل دا چې ملتونه بايد د نظام کلک ملاتړ وکړي، د نظام مخالفينو او د عامه امنيت اخلالوونکو ته د تخريب اجازه ورنه کړي، د عامه تاسيساتو او ملي شتمنيو ساتنه خپله دنده او مسئوليت وګڼي او په دې برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.
د ملت پوهان، عالمان او ښوونکي دنده لري، چې د نظام او ملت تر منځ فاصلې او واټنونه سره نږدې کړي، ملت د نظام د پايښت او ثبات پر اهميت وپوهوي او د عامه پوهاوي له لارې د نظام د ثبات لپاره خدمت وکړي. هيڅوک بايد له نظام څخه ځان بهر احساس نه کړي، که څه هم د نظام په رسمي جوړښت کې ونډه نه لري، خو د نظام په ثبات کې يې فردي او اجتماعي ګټې نغښتې دي، که خدای مه کړه نظام ته ګواښ پېښيږي زيانونه يې ټول ملت ګالي.
اوس چې اشغال پای ته رسېدلی، هيواد مو بيرته خپلواکي اخيستې، يو ځواکمن مرکزي نظام لرو، بشپړ امنيت تامين دی، خلک د زورواکو له ظلمونو خلاص شوي، سرونه او مالونه يې خوندي دي او يو طلايي فرصت رامنځته شوی؛ نو هر افغان بايد د دغه نظام د ثبات لپاره کار او هڅې وکړي. که څه هم د اقتصاد او له نړۍ سره د سياسي تعامل برخه کې ځينې ستونزې شته او چارواکي يې بايد د حل لپاره لا ډېرې هڅې او خوارۍ وګالي؛ خو ملت بايد په ټول توان ددغه نظام ملاتړ وکړي او اجازه ورنه کړي، چې يو ځل بيا مو ازادي او خپلواکي واخيستل شي.
لنډه دا چې د نظام بقا او ثبات زموږ ټولو مشترک هدف دی او ټول بايد ددغه ستر هدف د لاس ته راوړلو لپاره هڅې وکړو، د ملت هيڅ فرد له دغه مسئوليت څخه ځان نشي خلاصولی، لکه څرنګه مو چې هيواد، دين او ارزښتونه شريک دي، همداسې يې ساتنه او پالنه هم ګډ کار او همکارۍ ته اړتيا لري. هو، په دې برخه کې د چارواکو ، سياسيونو او علماوو مسئوليت له نورو ډېر او باريک دی او دوی بايد د نورو په پرتله ډېر کار وکړي.