د مدرسې او مسجد ګناه څه ده، چې په نښه کیږي…؟!

د ورځي خبره: وړمه شپه ناوخته بهرنیو اشغالګرو او ورسره کورنیو ګوډاګیانو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د بدراب په سیمه کې د طالبانو په پلمه پر عامو خلکو وحشیانه چاپه ووهله چې د کورونو او دوکانونو د لوټلو او نړولو ترڅنګ یې د حمیدیه په نوم یوې لویې تاریخي دیني مدرسې ته اور […]

د ورځي خبره:

وړمه شپه ناوخته بهرنیو اشغالګرو او ورسره کورنیو ګوډاګیانو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د بدراب په سیمه کې د طالبانو په پلمه پر عامو خلکو وحشیانه چاپه ووهله چې د کورونو او دوکانونو د لوټلو او نړولو ترڅنګ یې د حمیدیه په نوم یوې لویې تاریخي دیني مدرسې ته اور واچاوه، داسي یې وسوځوله چې حتی د قرآنکریم نسخي او ګڼ شمېر دیني کتابونه یې هم پکښي لولپه کړل.
تر دې څو ورځي وړاندي د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ تاسن سیمه کې هم امریکایي اشغالګرو او غلامانو یي یو لوی مسجد په بمونو والوزاوه.
دې ته ورته ګڼ شمېر پیښې له ډېره وخته جریان لري، تېر کال د جولای په میاشت کې امریکايي الوتکو د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ په زیولات سیمه کې د کرهڼي یا زراعت یوه ډيره ښایسته لیسه داسي بمبار کړه چې نژدې له خاورو سره یې خاوري کړه.
همدا ډول یې تر هغه یوه شپه وړاندي د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ په تودنک سیمه کې د ماشومانو یوه دیني مدرسه او ابتدائیه ښونځۍ چې د ابوحنیفه په مدرسه او ښونځي سره يې شهرت درلود؛ همغه شان بمبار کړه، لکه د جلریز لیسه.
دوی همیشه دا کار کوي چې کله د مجاهدینو له لاسه صدمه وویني بیا د هغه غچ له ولسه او د ولس له دیني مقدساتو اخلی، کنه تاسو وګورئ د کاپیسا د حمیدیه مدرسې دا ښکلي ودانۍ پر ښکاره ډاګ ولاړه ده ، دلته خو د مجاهد طالب د پټیدلو احتمال هم نشته ، که فرضاً دا ومنو چې دلته مجاهدین وو، نو آیا دوی داسي نشوای کولای چې هغوی ته له هوا راښکته شی او یا د ځمکي لخوا چاپه ورباندي ووهي ژوندي یې ونیسي‎، لکه دا همیشه چې د عامو خلکو پرکورونو په دې نامه چاپې وهي چې دلته وسلوال مجاهدین دي. او تراوسه یې هیڅوک موندلی نه دی.
نو دا مدرسه یې ولي وسوځوله، په کومه ګناه،؟ او چې بمبار یې کړه نو کوم دي هغه مجاهدین چې دوی پکي شهیدان کړل، هغوی خو دې میډیا ته وښيي.
دغه رنګه د فراه په مدرسه او ابتدائیه ښوونځي کې یې څوک په شهادت ورسول آیا کوم وسلوال طالب پکښي وو، چې دا هیڅ نشته، نو بیا د لیسې، مدرسې، کلینیک، مسجد، بازار، کليو او کورونو ګناه څه ده چې دا اشغالګر کافران او د هغوی لاسپوڅي ګوډاګیان یې بمباروي.؟! آیا په دې وحشت سره دوی غواړي چې د دې غیور ملت په زړه کې رعب ورواچوي او بیا یې په دې توګه د ځان تابع کړي،؟!
اشغالګرو، د هغوی ګوډاګیانو او د دوی اړوند رسنیو خو همیشه دا د ځان لپاره یو تبلیغاتي شعار ګرځولی چې دوی دلته د خلکو د تعلیم، صحت او بیا آبادۍ لپاره راغلي دي.
او طالبانو پسي همیشه دروغ وایی چې د تعلیم، ترقۍ او آبادۍ دښمنان دي. اوس خو به تاسو ته هم دا هرڅه سرچپه ثابت شوي وي، مجاهدین مدرسې، مکاتب، کلینیکونه او بازارونه آبادوي خو اشغالګر کافران او د هغوی بې ضمیره مزدوران یې ورانوي.
د کاپیسا مدرسه یې له قرآنکریم سره یوځای په اور کې لولپه کړه، د کندوز مدرسه یې له 150 ماشومانو سره لوټي لوټي کړه، د جلریز لیسه یې هواره کړه، د فراه ابتدائیه ښوونځی یې بمبار کړه،،، په سلګونو نوري دا ډول مدرسې او مساجد یې په بمونو ړنګ کړي او له منځه وړي دي.
د دغو پرلپسې جنایاتو د غندنې او یا اقلاً راپور ورکولو لپاره تراوسه هيڅ کومه په اصطلاح آزاده رسنۍ یا کوم بل بشري او بین المللی واقعاً خواخوږی نهاد نه دی پيدا شوی چې راپور يې نشر کړي او پيښه و څیړي.
نو آیا اوس هم خلک فکر کوي چې یرغلګر او غلامان یې دلته د ولس د سوکالۍ ، تعلیم ، ترقۍ او هوسایي لپاره راغلي دي.؟!
په کابل کې د جانکیري لخوا مسلط شوي ګوډاګیان خو هسي هم نه ملت ورته د یو مسئوله او باوجدانه انسانانو په سترګه ګوري او نه دوی تراوسه پوري داسي کارنامه انجام کړي چې وښیی دا خلک د یرغلګرو د ګټو د ساتنی او هغوی ته د بې شرمانه غلامۍ نه پرته نوره کومه اجنډا لري؛ او یا دا احساس ورسره وي چې خلګ ګمان وکړي چې دوی هم افغانان دي او یا د افغانیت شعور لري.

پای …………..!
د ورځي خبره
2019- 2- 20