د افغان استازو له حضور پرته نيمګړې غونډې !

د ورځې خبره ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د روسيې پلازمېنه مسکو يو ځل بيا د افغانستان په اړه د سيمه ييزو هيوادونو د غونډې کوربه وي. په دې اړه د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضميرکابلوف ويلي، چې دغه غونډه به په نږدې ورځو کې جوړه شي، خو د اسلامي امارت استازو ته […]

د ورځې خبره
ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د روسيې پلازمېنه مسکو يو ځل بيا د افغانستان په اړه د سيمه ييزو هيوادونو د غونډې کوربه وي. په دې اړه د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضميرکابلوف ويلي، چې دغه غونډه به په نږدې ورځو کې جوړه شي، خو د اسلامي امارت استازو ته بلنه نه ده ورکړ شوې. د ښاغلي کابلوف په خبره مسکو فارمټ غونډه کې به د منځنۍ آسيا د هېوادونو د ملي امنيت پر سلاکارانو سربېره د هند، چين، روسيې او پاکستان استازي هم ګډون ولري.
د افغانستان د اسلامي امارت وياند ښاغلي ((ذبيح الله مجاهد)) ددغې غونډې په هکله په خپل غبرګون کې ويلي چې د افغان حکومت له ګډون پرته د افغانستان په اړه هره غونډه نيمګړې او بې پايلې ده، ښاغلي مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې زياته کړې د افغانستان په هکله چې کومې غونډې جوړيږي، په هغو کې بايد د افغانستان استازي حضور ولري، ترڅو د اسلامي امارت موقف پکې په ښکاره او دقيق ډول څرګند کړي. ښاغلي مجاهد يو ځل بيا د اسلامي امارت دريځ څرګند کړی، چې افغانستان هېچاته تهديد نه دی او نه بايد څوک په دې اړه څه تشويش ولري.
اوس چې دغه غونډه د اسلامي امارت استازو ته له بلنې پرته جوړيږي، پوښتنه داده، چې د اسلامي امارت استازو ته د نه بلنې لامل څه دی او بل دا چې د افغان حکومت له ګډون پرته کېدونکې غونډې به څومره بريالۍ وي؟
د نه بلنې د لامل په هکله که څه هم د چارو څيړونکي بېلابېل‌نظرونه‌ لري، خو داسې ښکاري، چې د سيمې هيوادونو له افغان حکومت څخه يو لړ داسې غوښتنې او تمې درلودې، چې د افغانستان ملي ګټو نه ايجابولې او دا خو څرګنده ده، چې اسلامي امارت د هېڅ هيواد او سازمان داسې غوښتنو منلو ته چمتو نه دی، چې له ملي ګټو سره په ټکر کې وي، همدا لامل دی چې د افغانستان په اړه کېدونکې غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړ شوې.
او پاتې شوه، دا چې د افغان حکومت له حضور پرته دغسې غونډې به څومره بريالۍ وي؟ په دې هکله ټول کارپوهان په يوه خوله دي، چې د افغانستان د نوي حکومت د استازو له ګډون پرته د افغانستان په اړه هره کېدونکې ناسته او غونډه به نيمګړې وي او د ستونزو د هواري په برخه کې به کومه ځانګړې پايله ونه لري. وار له مخه دغه ډول غونډو پايله نه ده ورکړې، چې ذيدخل او مطرح لوري سهيم نه شي،څه ډول به ممکن وي، چې مثبت اثر دې پرې مرتب شي.
نړۍ او په ځانګړې توګه د سيمې هيوادونه بايد واقعيتونه درک کړي او د افغانستان له مشروع او خپلواک حکومت سره د تعامل او خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړي. که رښتيا هم د دغسې غونډو هدف د افغانستان د بشري او امنيتي حالت ارزول وي، نو د افغان حکومت استازي بايد خامخا برخه پکې ولري، تر څو د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه خپل دريځ وړاندې کړي او د نورو هيوادونو اندېښنې ځواب کړي.
نړۍ او سيمه ييز هيوادونه دې نور په واقعيتونو سترګې نه پټوي، اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله جغرافيه واکمن دی، په هيواد کې يې بې ساری امنيت ټينګ کړی، د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره يې له نړۍ او سيمې سره د ګډ کار ژمنتيا ثابته کړې او دغه راز يې په ځلونو ويلي، چې په خپله خاوره کېهيڅ داسې فعاليت ته اجازه نه ورکوي چې د نورو په زيان وي؛ خو له نورو هيوادونو هم د همداسې متقابل احترام او درناوي غوښتنه لري.
منزوي افغانستان د هيڅ هيواد، په ځانګړې توګه د سيمې د هيوادونو، په ګټه نه دی، خو باثباته، پر ځان بسيا او له نړۍ سره وصل افغانستان کولی شي، د سيمې د هيوادونو اقتصادي او سياسي رخ ته مثبت بدلون ورکړي او د سيمه ييزو هيوادونو لپاره د اقتصادي دهليز او اتصال پر نقطه بدل شي.
د سيمې هيوادونه دې ددې پر ځای چې افغانستان منزوي او کمزوری کړي، د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره کار وکړي، ځکه چې افغانستان د اسيا زړه او د سيمې د هېوادونو لپاره د وصل له ټولو غوره لاره ده. که افغانستان امن او مستحکم و، سيمه به پرمختللې او مترقي وي، خو که -خدای مه کړه- افغانستان يو ځل بيا نا امنه کېږي او رامنځته شوی فرصت له لاسه وځي، بيا دې د سيمې هيوادونه هم د ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ خوبونه، نه ويني.