د افغانستان په اړه نړیواله پالیسي په مثبت لوري د بدلون په حال کې ده

د ورځې خبره په وروستیو کې د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل (روسیه غواړي د ټاپي پروژې برخه شي او په یاده پروژه کې سهم ولري). یوه ورځ وروسته کابلوف زیاته کړه (روسیې د افغان حکومت له چارواکو سره د هغه هېواد د رسمیت پیژندلو په اړه خبرې کړې دي). تیره […]

د ورځې خبره

په وروستیو کې د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل (روسیه غواړي د ټاپي پروژې برخه شي او په یاده پروژه کې سهم ولري).
یوه ورځ وروسته کابلوف زیاته کړه
(روسیې د افغان حکومت له چارواکو سره د هغه هېواد د رسمیت پیژندلو په اړه خبرې کړې دي).
تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلین کینګ په یوه پوهنتون کې د وینا په مهال وویل (افغانستان نور د هیچا لپاره تهدید نه دی).
د دوه سترو هېوادونو د مهمو چارواکو پورته څرګندونې عین هغه خبره تایدوي چې د اسلامي امارت محوري پالیسي ده، هغه داچې د افغانستان اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي خاوره یې د کوم بل هیواد په ضد استعمال شي او د چا لپاره تهدید جوړ شي.
همداراز هیوادونه باید د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژني او له سترو اقتصادي پروژو او برنامو څخه یې حمایت وکړي.
روسیه او امریکا غواړي په یو مهال د افغانستان اسلامي امارت ته شنه چراغونه ورکړي او له هغو ټولو مشکلاتو سره سره چې په سیاسي برخه کې یې دغه دواړه هېوادونه له اسلامي امارت سره لري، اسلامي امارت ته ځان نیږدې کړي.
اوس په اسلامي امارت لازمه ده چې له دواړو هېوادونو سره همهاله داسې یوه بې طرفانه او له ځراکته ډکې اړیکې تأمین کړي چې هم د امریکا او روسیې حساسیتونه په کې په نظر کې نیول شوي وي او هم له دواړو هېوادونو سره رغنده او اقتصاد محوره روابط ټینګ او عملا پیل شي.
دا ډول یوه متوازنه او ټول شموله تګلاره کولای شي چې هم افغانستان له فتنو او دسیسو څخه محفوظ وساتي او هم یې له کوم اړخ سره له تصادم څخه وژغورل شي.