د اسلامي امارت سوبې او د دښمن وارخطایي

د ورځي خبره :  د اسلامي امارت مجاهدین په ټول هیواد کي د یرغلګر او ګوډاګي دښمن پرضد له بیلابیلو نوښتونو او تکتیکونو څخه کار اخلي،د مجاهدینو ابتکاري ګوزارونو د ښمن سرسامه کړی،نه پوهیږي چي څه وکړي او د یوې قضیې په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي. د ښمن له مجاهدینو سره د مخامخ […]

د ورځي خبره : 

د اسلامي امارت مجاهدین په ټول هیواد کي د یرغلګر او ګوډاګي دښمن پرضد له بیلابیلو نوښتونو او تکتیکونو څخه کار اخلي،د مجاهدینو ابتکاري ګوزارونو د ښمن سرسامه کړی،نه پوهیږي چي څه وکړي او د یوې قضیې په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي.
د ښمن له مجاهدینو سره د مخامخ کیدو توان نه لري، د خپلې ماتې کسات له ولسي وګړو څخه اخلي، د کونړ، هلمند او لوګر وروستۍ غمیزې یې وروستۍ بېلګې دي. مجاهدین ژمن دي چې د خپل مظلوم ولس انتقام واخلي او د خپلو ارزښتونو او ملي منافعو ساتنې ته دوام ورکړي.
د مجاهدینو دې سوبو او دهیواد په لر اوبر کي پراخو بریاوو ثابته کړه چي کابل اداره که د یرغلګرو سره هر څومره تړونونه لاسلیک کړي او هر څومره د غلامۍ په ډنډ کي غوپه شي، د خپلو خلګو په شهادت او شتمنۍ لوټلو کي د اشغالګرو ملا وتړي،خو د مجاهد ولس د انتقام څخه به خلاص نشي، د ولس مجاهد بچیان به یې د سمیټي د یوالونو شاته هم په ارامه پرې نږدي.
د اسلامي امارت د مجاهدینو پوځي نوښتونو دښمن سخت وارخطاء کړی،حتی په کابل ښار کي د خپلو مرکزونو ساتنه نشي کولای،په ولسوالیو او اطرافي سیمو کي مجاهدین هره ورځ ګڼ شمېر پوستې فتحه کوي، په جوپو جوپو عسکر مجاهدینو ته تسلیمیږي او کوم کسان چي پرجګړې ټینګار کوي د مجاهدینو د بریدونو له ډاره تښتي او یا له منځه وړل کیږي.
د کابل رژیم په لیکو کي ولاړ ټول کسان باید په دې پوه شي چي د امریکایې ګټو قرباني دي او د خپل ولس پر ضد د پردیو موخولپاره جنګیږي،دوی د فرصت څخه باید سالمه استفاده وکړي د اسلامي امارت غیږي ته پناه راوړي،اسلامي امارت د دوی د سر او مال د حفاظت تضمین کوي.
اسلامي امارت د مسلح جهاد ترڅنګ سیاسي هلې ځلې هم کوي. موږ له ټولو مشروع او ممکنه لارو څخه کوښښ کوو چې ګران هیواد ازاد او اسلامي نظام پکې حاکم شي. د اسلامي امارت همدې بریاوو اونوښتونو دښمن ځپلی، اوس هڅه کوي د اسلامي امارت بریاوې پردیو ته منسوب کړي او خپل پوځي او سیاسي شکست پټ کړي.