بهرنیو دیني علماؤ سره لیده کاته بې ګټې نه دي!

د ورځې خبره: له تېرو څو ورځو راهیسې د مصر، سودان او فلسطین یو څو کسه دیني علماء کابل کې د اسلامي امارت له ځینو مشرانو سره په لیدنو کتنو بوخت دي. په دې کې شک نشته چې په هره زمانه کې د اسلام د سپېڅلي دین د احیا او دعوت ستر رسالت په هر […]

د ورځې خبره:

له تېرو څو ورځو راهیسې د مصر، سودان او فلسطین یو څو کسه دیني علماء کابل کې د اسلامي امارت له ځینو مشرانو سره په لیدنو کتنو بوخت دي. په دې کې شک نشته چې په هره زمانه کې د اسلام د سپېڅلي دین د احیا او دعوت ستر رسالت په هر قوم او سیمه کې د علماؤ وظیفه ده او په دې لار کې یې همېشه خورا مهم خدمتونه تر سره کړي او انتهایي سختې قربانۍ یې هم ورکړې دي. د مګړۍ د افغانستان له اسلامي امارت سره د اسلامي نړۍ د ګوټ ګوټ دیني علمای او اسلامی نهضتونو اړیکې نیول او تر خپله وسه خواخوږي څرګندول هم فقط یوازې پر همدې بنسټ مخ پروړاندې ځي. ځکه د نړۍ ګردو مسلمانانو خصوصاً دینی علماؤ ته د لمر په شان څرګنده ده چې افغانانو له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د قیام په خاطر څومره بې سارې قربانۍ ورکړې او دادی آخر پای د یو داسې خپلواک ملي حاکمیت پر جوړولو بریالي شوي چې په سر کې یې غټ شمېر با احساسه او دردمن علماء کرام شتون لري. مقصد دا چې د بهرنیو دیني علماؤ د اړیکو او خواخوږیو څرګند اساس همدا ټکی دی، خو په همدې ترڅ کې یو بل تر ټولو مهم ټکی دادی چې یاد بهرني علماء په داسې حال کې زموږ له مشرانو چارواکو علماؤ سره د لیدنې کتنې لپاره راځي چې افغان مېړنی ولس د ختیځ او لویدیځ دواړو کفري نظامي بلاکونو له یرغله ستړی ستومانه نوی نوی را وتلی خو لاهم د هماغو یرغلګرو له سختو بندیزو او نړیوال پرېکون سره مخ او سخته بې وزلۍ کې شپې ورځې تېروي. مانا دا چې نن سبا زموږ نظام نوی، له ګڼو ستونزو سره لاس ګرېوان او د ګردې نړۍ خصوصاً اسلامي هېوادو اړیکوته بې حده زیات محتاج یو. له همدې کبله زیاتره سیاسي کار پوهان او د هېواد او ملت د بریا او نېمکرغۍ رښتیني خدمتګاران باوري دي چې په هر صورت اسلامي نړۍ سره د همدغسې ملاقاتونو له لارې د اړیکو یو ښه پل جوړېدلی او باید له داسې مواقعو پوره پوره ګټه واخیستل شي. ځکه په داسې حال کې چې زموږ د نظام واکمني هم دعلماؤ په لاس کې او راتلونکي مېلمانه هم د دیني علماؤ په نامه وي، بیا نو هیڅ داسې کوم موجه دلیل نشته چې هغوی سره ناسته ولاړه کې سستي وشي. په دې لړ کې یو شمېر نور شنونکي هم شدیدې نیوکې لري، وایي د امارت مشران چې له هم مسلکه دیني علماؤ سره اړیکې سمې او تفاهم ته ونه رسیږي نورو سره به څرنګه په ژبه پوه شي. دغه راز دا ټکی هم په نظر کې نیول په کار دي چې دیني علماء پرته له شکه هر مسلمان هېواد کې لږ یا ډېر مخ او نفوذ لري او ښایي خپل خپل حکومتونه او ملتونه د افغانانو له موجوده وضعیته په ښه ډول خبر کړی شي. زموږ د هېواد رښتینی او واقعي وضعیت ځکه نن سبا ان له اسلامي پرګنو پټ پاتې دی چې د مغرضو هېوادو پروپاګندي رسنۍ لګیا دي شپه ورځ یوازې زموږ پر منفی خبرونو شخوند وهي او په لس ګونو ځله یې بیا بیا تکرار وي. پاتې شوه دا اندېښنه چې کېدی شي په دغه نامه هم د دښمن ځینې جاسوسان او مفسد کسان راشي، نو ځواب دادی چې باید له هغوی سره د مشرانو په ملاقاتونو کې پورتنۍ موضوع هم په نظر کې ونیول شي او مجالس داسې اداره شي چې د زیان د مخنیوي تدابیر پکې نیول شوي او د راغلو مېلمنو په هکله هم ړومبی لا د پېژند ګلوۍ څه ناڅه معلومات تر لاسه شوي وي. خو عموماً دا ډول احتمالات ډېر کمزوري معلومیږي. له بلې خوا دا هم شونې ده چې که د دغسې مېلمنو ښه در ناوی او پالنه وشي، غالباً د نورو سیاسي، ټولنیزو او کارو باري اشخاصو د راتګ لړۍ هم چټکه او نړیوال په سمه او سیي توګه زموږ د هېواد له حالاتو خبر شي. لنډه دا چې موږ باید په هر صورت د اړیکو پر اخولو هڅه هاند وکړو ځکه ټولې نړۍ سره د پرېکون بیه خامخا ډېره درنه وي.