پوځي ماتې په ناوړه تبلیغاتو نه جبيره کیږي

په شمال زون کې د بلخ او فاریاب ولایتونو له مرکزونو پرته یاد زون په مکمل ډول د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا تصفیه او ډاډمن امن ورکې تأمین دی. په شمال سربیره په جنوب لویديځ زون کې هم د فراه او نیمروز ولایتونو مرکزونه فتح او د متباقي هغو د تصفیې پروګرام په بریالیتوب […]

په شمال زون کې د بلخ او فاریاب ولایتونو له مرکزونو پرته یاد زون په مکمل ډول د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا تصفیه او ډاډمن امن ورکې تأمین دی.
په شمال سربیره په جنوب لویديځ زون کې هم د فراه او نیمروز ولایتونو مرکزونه فتح او د متباقي هغو د تصفیې پروګرام په بریالیتوب پر مخ روان دی.
تر یوې اوونۍ په کمه موده کې د دومره پراخې جغرافیې تصفیه کول د اسلامي امارت په اړه د نړیوالو نظرونو او تحلیلونو تغیر او هغوی یې پر خپلو تیرو محاسبو بیاغورکولو ته اړیستل.
د بیلګې په ډول واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر امریکایي نظامي‌ چارواکو له قوله لیکلي، چې تر دې وړاندې اټکل کیده چې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته به کابل حکومت له شپږو میاشتو تر یوه کال پورې د طالبانو (إسلامي امارت ) په وړاندې مقاومت وکړي؛ خو اوسنی وضعیت ښيي، چې هغوي به ښایي په (۹۰) او یا هم (۳۰) ورځو کې سقوط كوي.
د مجاهدينو د داسې چټک پرمختګ په وړاندې كابل رژیم د هرډول اقدام صلاحیت له لاسه ورکړی او د کابینې غړیو یې بهرته د تیښتې لاره خپله کړې چې د رژیم د مالیې وزیر محمد خالد پاینده یې د بیلګه په توګه د یادولو وړ دی.
که د هیواد په پاتي سیمو کې د اسلامي امارت د تصفیې ساحه نوره هم پراخیږي د غني په شمول ښايي د ده شړیدلې کابینې نور ډیر غړي هم له هیواد څخه فرار ته پر قرارترجیح ورکړي.
د افغانستان مسلمان ولس وار ترپخوا دا اټکل کړی و چې کابل رژیم په حقیقت کې د بي ۵۲ امریکايي الوتکې سیوری دی او د هیواد له فضا څخه د هغې له ورکیدو سره سم به یې دا ناولی سیوری هم د هیواد له ټولې جغرافیې څخه ټولیږي.
کابل رژیم چې اصلا د افغان ولس د عمومي پاڅون په مقابل کې له سخت شکست سره مخ دی غواړي همدا شکست د مجاهدینو خلاف په ناوړه تبلیغاتو جبیره کړي.
خو ولس په مفتوحه سیمو کې د اسلامي امارت له خواخوږي ډکه رویه ویني چې د ځان په وینو یې هغوی د اربکیانو او اجرتي قاتلیونو له شره وژغورل.
مونږ باوري یو چې د دښمن دروغجنې تبلیغاتي کړۍ به هم د مجاهدینو په وړاندې داسې ناکاره کیږي لکه د هغوی مجهز نظامي ځواکونه.
ځکه دا دحق او باطل هغه معرکه ده چې بالآخره به د باطل مغرور پلویان د حق په وړاندې د ذلت او انکسار سر ټیټوي او د حق داعیه به ورباندې بریالۍ کیږي…
باذن الله