نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پنټاګون په خورا ویاړ سره اعتراف کړی چې تېره (مارچ) میاشت یې افغانستان کې ۳۹۹ بمونه غورځولي او په همدې میاشت کې یې دلته تر عراق او سوریې ډير بمونه اورولي دي. د یرغلګرو په بمباریو او چاپو کې ډیر زیات زیان ولس ته رسیدلی او رسیږي. پر ځاني زیان سربیره د اشغالګرو او کابل […]
پنټاګون په خورا ویاړ سره اعتراف کړی چې تېره (مارچ) میاشت یې افغانستان کې ۳۹۹ بمونه غورځولي او په همدې میاشت کې یې دلته تر عراق او سوریې ډير بمونه اورولي دي. د یرغلګرو په بمباریو او چاپو کې ډیر زیات زیان ولس ته رسیدلی او رسیږي. پر ځاني زیان سربیره د اشغالګرو او کابل ادارې په حملو کې بې شمېره مسجدونه، مدرسې، ښوونځي او کلینیکونه هم ویجاړ شوي دي.
د یرغلګرو او کابل رژیم په اکثرو بریدونو کې د ملکي وګړو ځاني او مالي تاوانونه او د کورونو ویجاړی هغه واقعیت دی چې اشغالګر او د کابل ادارې چارواکي پرې ویاړي. لوی او نړیوال ترهګر (ټرمپ) په ډاګه خپلو ټوپکیانو ته امر وکړ چې د ملکي خلګو د مرګ ژوبلې خیال ونه ساتي، د یو مجاهد د له منځه وړلو په پلمه ښځې او ماشومان په نښه کړي او کورونه وران کړي.
د مارچ په میاشت کې د دښمن په بریدونوکې د ملکي هیوادوالو د مرګ ژوبلې څو بېلګې په لاندې ډول دي:
د مارچ په ۵مه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او دیرش نفره یې اسیران کړي دي.
د مارچ په ۶مه د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالۍکې بهرنیو او کورنیو عسکرو ۳ روغتيايي مرکزونه ویجاړ کړي او ۱۰۰ دوکانونه یې چور کړي دي.په سیمه کې قومي مشرانو رسنیو ته ویلي چې ګډو ځواکونو د یو دولتي کلینک په ګډون د سپاهي او ډاکټر زکیم کلینکونه هم وران کړي او د همدې روغتونودرې تنه ډاکټران يې بندیان کړ ي دي.
د مارچ په ۶مه د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په کجور سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او لس تنه یې بندیان کړي دي. دسیمه ییزو وګړو په وینا عسکرو په سیمه کې یو کار یز هم منفجر کړی او خلګو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د مارچ په ۱۱مه د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په شر شرک کلي کې پوليسو يو ښوونکی ( داد محمد)شهید کړی دی.
د مارچ په ۱۳مه د کندز ولایت مرکز اړوند اورتبلاقو سیمه کې عسکرو د برق یو انجنیر چې دبرق په برابرولو بوخت و، شهید کړی دی.
د مارچ په ۱۶مه یرغلګرو د ننګرهار دچپرهار ولسوالۍ په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو کلیو کې نهه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او ګڼ نور ژوبل کړي دي. ددې پیښې په غبرګون کې خلګو دجلال اباد- چپر هار لار دترافیکو پر مخ تړلې وه او دخپلو خلګو دقاتلاتو دمحاکمې غوښتنه یې کوله.
د مارچ په ۱۷مه د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې اشغالګرو اوداخلي عسکرو پر یوه مدرسه چاپه وهلې،دمدرسې یوتن استاد او پنځه تنه حافظان یې شهیدان کړي او دمدرسې یوه برخه یې ویجاړه کړې ده. په دې چاپه کې عسکرو دخلګو له کورونو قیمتي توکي هم وړي دي.
د مارچ په ۲۵مه د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په محلي خان سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دخلګو پر کورونو د چاپې په ترڅ کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او پنځه ویشت تنه ولسي هیوادوال یې بندیان کړ ي دي.
د مارچ په ۲۷مه د میدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ د تنګي درې په امیرشاره سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو د ملکي خلکو پرکورونو چاپه وهلې،څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او پنځه تنه یې بندیان کړي دي.
د مارچ په ۲۹مه دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې یرغلګر او داخلي عسکر دعملیاتو په مهال دوه ویشت تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ګڼ نور زخمیان کړي دي. یرغلګرو او داخلي عسکرو په یادوو شوو عملیاتو کې یوه دواخانه ویجاړه کړې، دخلګو موټر او نور شیان سوځولي او ملکي خلګو ته یې پراخ مالي زیان هم رسولی دی.
د اسلامي امارت مجاهدین نه د دښمن له بریدونو ډاریږي او نه د دښمن اخطارونو ته پام کوي. مجاهدینو د خپل مظلوم ولس انتقام اخیستی او په راتلونکي کې به هم د خپل ولس غچ اخلي، د خپل ولس د حقونو لپاره یې هر اړخیزې هڅې کړې او په راتلونکي کې متعهد دي چې د دین او وطن د دفاع روانه سپېڅلې مبارزه به جاري ساتي، مجاهدین به د الله تعالی په نصرت او د مجاهد ملت په مرسته د اشغالګرو تر بشپړې ماتې پورې جهاد ته ادامه ورکوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.