ټاپي! – د هېواد امنیت او ټېګاو لپاره یو بل تضمین

د ورځې خبره دادی بالآخره د څښتن تعالی په مرسته او توفیق د افغانانو د څولسیزو اوږدې زمانې د خوبونو تعبیر هم رښتیا شو. له اوږده انتظار وروسته نن په خپل هېواد کې د یوې داسې پروژې د پرانیستې شاهدان یو چې د سیمې په کچه خورا ستره پروژه ده ـ یوه داسې پروژه چې […]

د ورځې خبره
دادی بالآخره د څښتن تعالی په مرسته او توفیق د افغانانو د څولسیزو اوږدې زمانې د خوبونو تعبیر هم رښتیا شو. له اوږده انتظار وروسته نن په خپل هېواد کې د یوې داسې پروژې د پرانیستې شاهدان یو چې د سیمې په کچه خورا ستره پروژه ده ـ یوه داسې پروژه چې د منځنۍ آسیا د ولسونو او جنوبي آسیا د ګڼ نفوسه ښارونو د انرژۍ، سوداګرۍ اوپیوستون خورا ستر او مهم پل ګڼل کېږي. پرته له شکه چې ټاپي پروژه هم د منځنۍ آسیا او هم یې د جنوبي ولسونو امنیتي او اقتصادي برخلیک بدلوی شي. البته موږ ته یوازې دا نه ده مهمه چې د منځنۍ آسیا د ولسونو تجارت او سوداګرۍ به پرمختګ وکړي او اقتصاد به يې وغوړېږي یا دا چې د پاکستان اوهند تقریباً یو نیم ميلیارد وګړو د انرژۍ اړتیا پوره شي، بلکې د افغانانو لپاره یې ترټولو ستر اهمیت اولویه ګټه دا بولو چې هېواد به يې د یو ډېر لوی تجارت، راکړې ورکړې،راشه درشې او یوې لویې انسانې پرګنې د اړیکو اوپیوستون لپاره د یو داسې پله حیثیت ترلاسه کاندي چې بیا به يې ټول دخیل او شریک اړخونه د امنیت او خوندیتوب لپاره ترخپله وسه هڅه کوي، تردې چې بیا به آن زموږ هغه ګاونډیان هم دلته د امنیت اوثبات ټینګښت غواړي څوک چې له تېرو پنځو سوکلونو راهیسې یې د افغانستان بې ثباتي غوښته، د ټاپي پروژې دغه اهمیت ځکه د افغانانو لپاره ډېرلومړیتوب لري چې د جنګ، جګړو اوبهرنیو یرغلونو له درکه یې انتهایي ډېرې ستونزې اومصیبتونه ګاللي او د خپلو ګاونډیانو له سیالۍ زښته ډېر شاته پاتې شوې دي. مطلب دا چې ترهرڅه مخکې خو زموږ لپاره د هېواد امنیت اوثبات ډېر مهم دی خو څرنګه چې جګړه او نا امني بیا طبعاً د اقتصادي کمزروۍ اصلي لامل هم دی او ترلاس لاندې ټاپي زموږ لپاره د ارزانه انرژۍ، معیاري سړک اوپټلۍ، په کلني ډول د څو سوه ميلیونه ډالرو مالیاتو او زرګونو کاري فرصتونو ترلاسه کولو یوه زرینه موقع هم ده. له همدې کبله یې اوسنۍ وضعیت کې اقتصادي ارزښت هم زښته ډېراوچت دی. په دې توګه اوس د هر وطنپال افغان لپاره دا د شکر ځای دی چې د اسلامي امارت د مخلصو مشرانو او سرښندونکو مجاهدینو د بې مثاله قربانیو په برکت د هېواد په لرو او برکې بشپړ امنیت ټینګ او په ترڅ کې یې د خورا سترو پروژو د تطبیق لپاره حالات برابرشول. دا یقیناً د همدغه امنیت او د مشرانو د اخلاص برکت دی چې نن موږ په خپل هېواد کې د قوشتیپې، ټاپي، اورګاډي پټلیو، بندونو، لویوسرکونو او د تيلو اونورو کانونو استخراج په شان سترو پروژو عملي چارې روانې وینو. راځئ د نظام د ټینګښت اوملي وحدت د لا تحکیم پرمټ د پرمختګ دغه کاروان نورهم ګړندی او خپل ملت د پردیو له احتیاجه بشپړ خلاص کړو.