نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
«هنیه» هم د غزې د شهیدانو له کاروان سره ملګری شو! د ورځې خبره ډاکتر اسماعیل هنیه شهید احمد یاسین نږدې ملګری او ساتونکی، د حماس مخکښه څېره او د فلسطین لپاره ټاکلی لومړی وزیر له درې ځله اسارته، وسله والو جګړو، بلاکړاوونو او تر اوږدې مبارزې وروسته د (۷۱) کلونو په عمر تېره ورځ د […]
«هنیه» هم د غزې د شهیدانو له کاروان سره ملګری شو! د ورځې خبره ډاکتر اسماعیل هنیه شهید احمد یاسین نږدې ملګری او ساتونکی، د حماس مخکښه څېره او د فلسطین لپاره ټاکلی لومړی وزیر له درې ځله اسارته، وسله والو جګړو، بلاکړاوونو او تر اوږدې مبارزې وروسته د (۷۱) کلونو په عمر تېره ورځ د ایران پلازمېنه تهران کې د نوموړي د استوګنې پر خونه یوه هوایي برید په ترڅ کې سره له ساتونکي سره یوځای په شهادت ورسېد. شهید اسماعیل هنیه د تېر کال اکتوبر له اووم تاریخ راپیل شوې جګړې په ټوله موده کې د غزې د حماس مقاومت سیاسي مشر او یوه بې مثاله جراره ژبه لرله چې په ځلونو له صهیونیستانو سره پر اوربند او د بندیانو پر تبادله خبرو اترو کې برخوال پاتی شوی. پرته له شکه موجوده حالاتو کې د نوموړي شهادت د ګرد امت لپاره یوه ستره ضایعه او لویه غمیزه ده، ښکاره ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر مؤمن پرې خواشینی او په دې ویر کې له خپلو فلسطیني وروڼو سره ځان شریک ګڼي- په ځانګړې توګه افغان مؤمن ملت چې د فلسطیني مبارزینو په شان له څه د پاسه یوې پېړۍ راهیسې د خپل هېواد استقلال لپاره بې دریغه قربانۍ ورکړې او زښته ډېر مصیبتونه یې ګاللي، د اسماعیل هنیه غوندې اتلو مبارزینو په قدر لاښه پوهیږي او همدا وجه ده چې نن د نوموړي په شهادت خپله ژوره غمرازي څرګندوي، شهیدانو ته د الله تعالی له درباره د فردوس اعلی او لوړو درجو سوالونه کوي او لارویانو ته یې بشپړ ډاډ ورکوي چې که خدای کول د فلسطیني ولس روانه مبارزه به حتماً رنګ راوړي، صهیونیستان به اخر له ماتې او رسوايي سره مخ کیږي او مجاهدین به سر لوړۍ سره د اقصی د پاکې او مبارکې سیمې خپلواکي تر لاسه کوي- البته د شهادتونو دغې لړۍ ترڅنګ د ګرد مسلمان امت لپاره یو بل سترغم دادی چې ولې ډېر ځواکمن اسلامي هېوادونه هم د پر مختللیو اسبابو او وسایلو سره سره خپله فضايي سیمه نه شي خوندي کولی چې دا دی هر دښمن په هره شېبه کې خپل مطلوب په نښه کولی او له منځه وړلی شي- په خصوصي ډول زموږ ګاونډیانو ایران او پاکستان کې د دغه شان پېښو تکرار او بیا د دوی له فضايي حدودو کله ناکله د افغانستان لورته هم د بهرنیو الوتکو راتګ بې له شکه د ټولو افغانانو لپاره د ژورې اندېښنې لامل ګڼل کیږي، دا ځکه چې افغانان خو تر څو لسیزو سختو جګړو وروسته تازه را خلاص شوي او لا هم نه دي توانېدلې چې د هوايي دفاع سیستمونه ورغوي، مګر ګاونډیان خو هم وسایل لري او هم بېدریغه دعوې او غوره لاپې وهي- ځکه خو زموږ لپاره تر ټولو ستره اندېښنه همدا ده
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.