نړیوال باید په افغانستان کې شته واقعیتونه درک کړي

د افغانستان سیاسي او پوځي وضعيت د چټک بدلون په حال کې دی. هغه رژیم چې د امریکا په شمول نړیوالې ټولنې ورباندې پوره دوې لسیزې بي کچي پوځي ، سیاسي ، مالي او تبلیغاتي پانګونه کړې وه د بهرنیانو تر عقب نشیني وړاندې خود بخوده د شړیدو په درشل کې دی. سره له دې […]

د افغانستان سیاسي او پوځي وضعيت د چټک بدلون په حال کې دی.
هغه رژیم چې د امریکا په شمول نړیوالې ټولنې ورباندې پوره دوې لسیزې بي کچي پوځي ، سیاسي ، مالي او تبلیغاتي پانګونه کړې وه د بهرنیانو تر عقب نشیني وړاندې خود بخوده د شړیدو په درشل کې دی.
سره له دې چې بهرنیانو او د هغوی کورنیو ملاتړو پوره شل کاله د اسلامي امارت خلاف زهرجن تبلیغات كړي وو خو نن لیدل کیږي چې په ولایتونو او ولسوالیو کې ولسي خلګ خپل سر او مال په اسلامي امارت کې محفوظ ګڼي او د هغوی ترڅنګ دریږي.
دا هغه واقعیتونه دي چې هره شیبه د هیواد په هره سيمه او ولايت کې تکرار او هرڅوک یې د سر په سترګو ویني.
لهذا نړیوالو ته په کار دی چې واقعیتونه درک او د هغوي په رڼاکې له اسلامي امارت سره خپله تګلاره عیار کړي.
هغوی نه باید د کابل رژیم له منفي تبلیغاتو متأثر او نه هم د هغوی لپاره تبلیغاتي کمپاینران شي.
همداراز هغه کسان چې لا هم د کابل فاسد رژیم په لیکو کې پاتې او د بقاء لپاره یې ځانونه تلف کوي , په خپلو سیمو او ښارونو کې د جګړې لپاره زمینه سازي کوي د اسلامي امارت سپارښتنه ورته داده چې د خپل ځان له تلف کولو لاس په سر او نور په خپل ولس ترحم وکړي.
کابل رژیم هم له سیاسي او هم له پوځي لحاظه په ولس کې تجرید او هیڅ د بقاء چانس نه لري.
باید هرڅوک واقعیتونو تسلیم او د هغوی په رڼاکې د خپل ځان او راتلونکي په اړه تصمیم ونیسي.