لوی آرمانونه باید له جزئیاتو قربان نه شي!

د ورځې خبره ښکاره ده چې د انسان لپاره په دنیایي ژوند کې خپل سر، اولادونه، خپلوان او مال زښته ډېر قیمتي شيان دي. تردې چې یوازې د ډېر مهم او لوړ مقصد ترلاسه کولو په موخه ځینې تېرېدلی اوقرباني کولی یې شي. د بېلګې په توګه افغانانو د خپل دین، ناموس، عزت، خپلواکي او […]

د ورځې خبره

ښکاره ده چې د انسان لپاره په دنیایي ژوند کې خپل سر، اولادونه، خپلوان او مال زښته ډېر قیمتي شيان دي. تردې چې یوازې د ډېر مهم او لوړ مقصد ترلاسه کولو په موخه ځینې تېرېدلی اوقرباني کولی یې شي. د بېلګې په توګه افغانانو د خپل دین، ناموس، عزت، خپلواکي او خپلې خاورې او شتمنۍ د ساتنې او دفاع لپاره له یرغلګر دښمن سره مقابله کې د سرونو،مالونو،کور نړېدلو او وطن پرېښودلو قرباني ورکړه او بالآخره له درې څلوېښت کاله ځورېدلو،کړېدلو اوغمېدلو وروسته یې په ډېره درنه بیه خپل اهداف ترلاسه کړل. البته نو داسې هم نه ده چې موږ په کومه اوسپنیزه کلاکې خوندي پراته اولاس ته راغلی حالت مو د تل لپاره تضمین دی. بلکې د موجوده وضعیت ساتنه هم ترګټنې کمه خواري نه غواړي.ځکه هرې خوا بې شمېره دوښمنان، رقیبان، شیطانان، غله، شوکماران او منافق دوستان رانه چاپېر اوپه سل رنګه چل وهنر زموږ د غافل کولو، ویده کولو،بې اتفاقه کولو او په جزئیاتو کې بې ځایه بوختولو پرلپسې هڅې کوي. همداوجه ده چې موږ زښته ډېرې هوښیارۍ، زیرکۍ اوبیدارۍ ته اړتیا لرو. بیداري او هوښیاري داده چې موږ ترهرڅه مخکلې خپل لوی او مهم آرمانونه له جزئیاتو او ثانویاتو را بېل او ځان ته مشخص کړو. څو داسې نه شي لکه هغه لاروی چې خپله شړی له آسه راکوزه او ځان یې دهغې په ساتنه کې مصروف کړی وي خو آس ته چا پونده ورکړی او دی یې په سپېره ډاګ له هماغې یوې شړۍ سره بې وسیلې پرېښی وی. بناًء ضروري ده چې تر هرڅه ړومبی خپل اولیات یا لومړیتوبونه وټاکو څو په موږ کې بیا د هېچا لپاره ثانویاتو سره ګډوډ اومشتبه نه شي.د بېلګې په توګه د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره ترهرڅه مخکې د هېواد ټولو قومونو ترمنځ یووالی او ملي وحدت ضروري دي. بیا دهمدې وحدت پرمټ د هېواد ساتنه او دفاع آسانه کېږي او درېیم مقصد بیا دخپلو هېوادوالو د مهمو اړتیاوو پوره کول یا ځان بسیانه ده چې له دې پرته رښتینې خپلواکي او د  اسلامي نظام تطبیق ناشونی ښکاري. دغه راز بیا تر دغو دریو مهمو مادی اسبابو یعنی وحدت، دفاع او اقتصاد نه ورهاخوا څه نور معنوي اسباب هم په لومړیتوبونوکې راځي او خیال ساتل یې حتمي دي لکه شورائیت، شفافیت، عدالت او خلکو سره خواخوږي او خدمت کول یې. لنډه دا چې اوس باید هر با احساسه اوڅه ناڅه پوهېدونکی افغان تر خپلې وسې هڅه وکړي چې دغه په لاس راغلی فرصت او زرینه موقع د خپلې بې پروایي، ناپوهۍ او انانیت له امله ضایع کېدو ته پرې نږدي ‎. په تېره د نظام لوړ پوړي مشران خو په لومړۍ درجه مسؤلیت اومکلفیت لری څو لومړیتوبونه وپېژني او هېڅکله په جزئیاتو او ثانویاتو کې ځان مصروف نه کړي