له اوسنيو فرصتونو باید ګټه واخلو

د ورځې خبره دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې د افغانستان دیني علماوو، طالبانو او ټولو خدای پالونکو مجاهدینو او مبارزینو د څو لسیزو په موده کې تر پر لپسې مجاهدو، مبارزو، سرښندونو او بې سارو قربانیو وروسته د هېواد په لرو بر کې بې مثاله امنیت قایم  او د هېواد له ګوټ […]

د ورځې خبره

دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې د افغانستان دیني علماوو، طالبانو او ټولو خدای پالونکو مجاهدینو او مبارزینو د څو لسیزو په موده کې تر پر لپسې مجاهدو، مبارزو، سرښندونو او بې سارو قربانیو وروسته د هېواد په لرو بر کې بې مثاله امنیت قایم  او د هېواد له ګوټ ګوټ نه یې د شر او فساد ټغر ورټول کړ. په دغه اوږده او له کړاوه ډکه مبارزه او مقابله کې زموږ د میليونونو دیندارو، مخلصو او مؤمنو اشخاصو ککرۍ قرباني شوې، شهادتونه، معیوبۍ، هجرتونه، زندانونه، کور ورانۍ او د خوږو اولادونو یتیم کیدل، بې سرپرستي او بې وزلي یې وزغمله خو ګران وطن او خپل هېوادوال یې هم د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی له تالي څټو داخلي مزدورانو، بدماشانو، تجزیه غوښتونکو، لنډغرو، مفسدینو، شوکمارانو او د افغان مؤمن او مېړني ملت د معنوي او مادي ارزښتونو، شتمنیو له دوښمنانو وژغوره.
تردې چې اوس دادی الحمدلله له ختیځه ترلويدیځه  اوله شماله تر جنوبه د هېواد پر لوېشت لوېشت ځمکه یو مرکزي او واکمن نظام حاکم، امنیت ټینګ او په هیڅ ګوښه کې هیڅ کوم اخلالګر، بلواګر، فتنه ګر او مفسد د سرپورته کولو جرأت نه لري.
د همدغو مخلصو غازیانو او مبارزینو برکت دی چې دا وخت زموږ اخترونه، جمعې، ودونه، جنازې، د ژوند نور پروګرامونه او هرډول اقتصادي فعالیتونه په ډاډمنه او له اطمینان ډکه فضا کې ترسره کيږي . اوس د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ تعصب او نفاق خپرولو ته  اجازه نه ورکول کيږي، د نفرت خپرونکو رسنیو خولې تړل شوې او د هیچا دین، سر، ناموس، عزت او مال ته هیڅ ډول ګواښ نه دی ورپېښ.
همدا زموږ د دیني او ملي مبارزینو هغه دروند او تاریخي مسؤلیت و چې د قادر خدای جل جلاله په توفیق او د مېړنیو هېوادوالو په هراړخیزه مرسته یې ترسره او لایې هم د پرمختګ، ښه والي او ټینګښت لپاره شپه ورځ هڅه هاند کوي.

همدې ته په کتو سره، دا مهال د عامو هېوادوالو لومړی مکلفیت دادی چې د موجوده ډاډمن امنیت ډېر ډېر شکر اداء او د واکمن نظام د لاټینګښت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره یې د زړه له تله ملګرتیا وکړي.
دغه راز دویم مسؤلیت یې بیا دا جوړیږي چې ټول په ګډه د هېواد ودانۍ او بسیا کېدنې په لور ګام واخلي؛ ځکه د مجاهدینو پر ذمه همدومره خدمت بسنه کوي چې امنیت یې نیولی، د مفسدینو لاسونه یې تړلي او خلکو ته یې د کار او فعالیت مناسبه موقع چمتو کړې، نور نو شتمن هېوادوال پرته له شکه د هېواد اقتصادي پرمختګ کې له حکومت سره یو برابر مسؤلیت اوذمه واري لري.
د افغان ولس هر وګړی باید دغه احساس درک او له خپل وس سره سم ملا وتړي