عاشوراء او زموږ ملي ذمه واري!

د اسلامي تقویم او تاریخ په اساس د سپوږمیز کال لومړۍ میاشتې لسمه ورځ د عاشوراء په نامه ثبت شوې ده، د اسرائیلي روایاتو له مخې په همدې ورځ موسی علیه السلام او بني اسرائیل د مصر د فرعون له جبر و زورواکۍ خلاص شوي او فرعون سره له خپل لښکره هلاک شوی،چې له همدې […]

د اسلامي تقویم او تاریخ په اساس د سپوږمیز کال لومړۍ میاشتې لسمه ورځ د عاشوراء په نامه ثبت شوې ده، د اسرائیلي روایاتو له مخې په همدې ورځ موسی علیه السلام او بني اسرائیل د مصر د فرعون له جبر و زورواکۍ خلاص شوي او فرعون سره له خپل لښکره هلاک شوی،چې له همدې امله دغه ورځ د هغوی لپاره د اختر په شان د لویې خوشالۍ ورځ ګڼل کېږي،د روایتونو له مخې په همدې مناسبت یهودیان د عاشوراء په ورځ روژه هم نیسي  او زموږ په نبوي احادیثو کې هم د همدې او ور سره د یوې بلې ورځې روژه نیول د لوی اجر او یو کال ګناهونو د کفارې موجب بلل شوي، خو بل لورته بیا همدا ورځ په کربلا کې د حضرت امام حسین«رض» او د هغه د کورنۍ او یارانو د څو کسانو د مظلومانه شهادت ورځې سره هم مصادفه ده،چې طبعاً د اهل تشیع حضراتو له خوا په یاده ورځ عموماً د ماتم مجالس جوړېږي- که څه هم د اسلامي تاریخ په خیرالقرون کې لا ډېرې همداسې ویرجنې پېښې منځ ته راغلې،چې لسګونه صحابه کرام او د حضرت حمزه په شان د رسول الله«ص» د کورنۍ غړي هم په کې شهیدان شوي، خو په هر صورت دا چې یاده ورځ د اهل تشیع لپاره څه جلا خصوصیت لري او خامخا څه مجالس په کې جوړوي، نو بناءً په دې ترڅ کې دا هم لازمه ده چې نوموړي مراسم ښه تنظیم او خوندیتوب یې هم ډاډمن  شي، ځکه معلومه ده چې د اسلام دښمنان په کمین کې ناست او دغه ډول مناسبتونه د خپلو تخریبي فعالیتونو لپاره خورا ښه موقع بولي- لکه چې د تېرو څو لسیزو په موده کې د اسلامي نړۍ په لروبر او همدارنګه زموږ هېواد کې انتهايي غمجنې پېښې منځ ته راغلې او په لسګونو او سلګونو مظلوم هېوادوال یې تلف کړي دي له نېکه مرغه دا چې اوس له ګران هېواده د پردي اشغال ټغر ټول شوی، بهرني ځواکونه او مغرضې تخریبي شبکې له منځه وړل شوې او د هېواد امنیت او ټولو قومونو او مذهبي فرقو ترمنځ د اعتبار او باور پیدا کولو مسئولیت خپله د افغانانو لاس ته ورغلی، نو که بیا هم په دغه شان مناسبتونو کې څه ناوړه پېښې منځ ته راځي، پر ته له شکه ټوله پړه او مسئولیت یې د اسلامي امارت او ګرد افغان ولس پر غاړه ورلوېږي- په دې اساس لازمه او ډېره ضروري ده چې په ټول وس توان او په هر قیمت چې وي د مفسدینو کامل مخنیوی وشي. البته د دې موخې تر لاسه کولو لپاره په کار ده چې امنیتي ځواکونه او خپله د یادو مراسمو عوامي منتظمین دواړه لاس په کار او یوه داسې تګلاره خپله کړي،چې پرمټ یې هر اړخیزامنیت سل په سلو کې خوندي او د کومې وړې ستونزې احتمال هم پاتې نه شي- مثلاً که د عاشورا ورځې د مراسمو تنظیموونکي دا صورت یقیني کړي چې یوازې پرخپلو تکیه خانو به تمرکز کوي، هماغلته به د خپل امنیت لپاره خپله کار کوي، باوري او کره څارونکي پرې دروي، ټول به بیدار اوسي او بازارونو، عامه لارو او کوڅو کې به له جلسو او مارشونو په کلکه ډډه کوي،نو بې له شکه چې د دغسې تدابیرو پرمټ به یې د ډېر خطرناک ناورین مخه نیولې او په ډاډمنه توګه به یې مراسم ترسره کړي وي- دغه راز د امنیتي ادارو مسئولیت هم دادی، چې د دوی خوندیتوب خپله مهمه ذمه واري وګڼي او په دې مکلفیت کې قطعاً چاته خپلې ځاني سلیقې او ذوق پسې د تللو اجازه ورنه کړي، لنډه دا چې په ټول هېواد او د هرې عمومي ټولنې په همدغه شان مواقعو کې د امنیت ساتنه د حکومت او رعیت یوه مهمه ملي ذمه واري ده او په کار ده چې په ښه ډول ترسره شي