نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورځې خبره د اسلامپالو او د هېواد مېړنیو مبارزینو شهادت او ترور که د مخالفینو له خواهر ډول توجیه کېږي، د هغوی خپل کار دی، خو حقیقت دادی،چې د مخلصو مجاهدینو او مبارزینو صفونه په شهادتونو سره لانورهم قوت مومي، بیدارېږي، متوجه کېږي او خپلمنځي پیوستن او باور یې زیاتېږي،ځکه چې مؤمن مبارزین د […]
د ورځې خبره
د اسلامپالو او د هېواد مېړنیو مبارزینو شهادت او ترور که د مخالفینو له خواهر ډول توجیه کېږي، د هغوی خپل کار دی، خو حقیقت دادی،چې د مخلصو مجاهدینو او مبارزینو صفونه په شهادتونو سره لانورهم قوت مومي، بیدارېږي، متوجه کېږي او خپلمنځي پیوستن او باور یې زیاتېږي،ځکه چې مؤمن مبارزین د خپلې مبارزې په لومړۍ ورځ لا په همدې نیت راوتلي وي چې ظاهري فتح یا شهادت دواړه صورتونه د ده لپاره بریالیتوب دی- لکه چې الله تعالی په قرآن مجید کې مؤمنانو ته همدغسې ورښودلي چې که تاسې خوږېږئ نو دوی هم دردېږي خو تاسې د خپل څښتن په دربار کې د هغه څه هیله لرئ چې دوی یې نه لري او دغه راز بل ځای کې وايي: دوی ته ووایاست چې آیا تاسې زموږ لپاره پرته له دوو ښېګڼو د بل څه انتظار کوئ؟ په دې معنا چې موږ خو که د مقابلې په ډګر کې ظاهراً پرتاسې برلاسي شوو، نو هم ګټه ده او که تاسې (د الله دښمنان) برلاسي او موږ مؤمنان مغلوب، ټپیان، اسیران یا شهیدان شوو،نو هم بریالي او ګټیالي یو- البته سپېره او نامراده هغه خلک دي چې د ژوند ټول مقصد او یوازنی ارمان یې لنډ مهالي هوسونه، خوندونه، مزې چړچې او ماده پرستي وي. د داسې کسانو لپاره نو مرګ خورا ستره ضربه، بې درکه لوی زیان او سخته تباهي ده- بل لوی توپیر دادی چې د ماده پرستانو لیکو کې د مرګ ژوبلې زیاتېدل په چټکۍ سره د هغوی د مشرانو او کشرانو د روحیاتو کمزوري کېدو لامل ګرځي او خپل منځ کې یې باور او اعتماد هم کمېږي، خو په مجاهدینو کې د مشرانو شهادتونه د کشرانو اخلاص زیاتوي، نظم او خپلمنځي پیوستن یې پیاوړی کېږي او جذبې یې نورې هم را پارېږي- پر دې اساس د اسلامي امارت مخالفین باید په دې وپوهېږي او باوري اوسي چې د مشرانو په ترور او شهادت سره دوی هېڅ شی نه شي ترلاسه کولی- مطلب دا چې که دوی غواړي له دې لارې به دا نظام ونړېږي او یو ځل بیا به دوی ته د هېواد پلورلو موقع په لاس ورشي، نو یقیناً چې دا یو ډېر پوچ خیال دی،ځکه اوس ګرد افغان ولس ته د لمر په شان روښانه ده چې له کمونیستانو رانیولې د تنظیمي لنډه غرو او صلیبي اجیرانو په شمول دوی ګرد سره داسې کسان دي چې د خپلو هېوادوالو د دیني مقدساتو، کلتوري خصوصیاتو او ټولو معنوي ارزښتونو کلک دښمنان او د هېواد په مادي ګټو کې غله او غداران دي- لنډه دا چې پرديپالو ته هېڅکله مناسبه نه ده، چې زموږ د مشرانو پر شهادتو تبصرې وکړي- افغان ولس الحمدلله یو مسلمان ولس او له پېړیو، پېړیو راهیسې د غازیانو او شهیدانو ټولنه ده دلته پردیپالي په ځلونو ناکام شوي، شرمېدلي او شړل شوي دي. د دې ملت ټول تاریخ او ګرده شمتني همدا غزا، شهادت او خپلواکي ده او موږ تل د خپلو نیکونو په همدغه تګلاره ویاړلي دي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.