نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورځې خبره ښکاره ده چې نړیوال د بیان پر ازادۍ خورا ډېر تمرکز کوي او نن سبا خو یې د افغانانو خصوصاً اسلامي امارت لپاره لوی پېغور ترې جوړ کړی، که څه هم د بیان رښتینې ازادي هیچېرته هم نشته. البته د اسلامي شریعت له مخې د یو جابر حاکم پر وړاندې حقه وینا […]
د ورځې خبره
ښکاره ده چې نړیوال د بیان پر ازادۍ خورا ډېر تمرکز کوي او نن سبا خو یې د افغانانو خصوصاً اسلامي امارت لپاره لوی پېغور ترې جوړ کړی، که څه هم د بیان رښتینې ازادي هیچېرته هم نشته. البته د اسلامي شریعت له مخې د یو جابر حاکم پر وړاندې حقه وینا غوره جهاد ګڼل شوی او په اسلامي تاریخ کې د پخوانیو خلفاؤ او امیرانو په مخکې د رښتینې خبرې او ترخه توند حقیقت ویلو داسې بېلګې شته چې د بشري تاریخ په هیڅ پېر کې یې مثال نه موندل کیږي. خو په دې ترڅ کې د اسلام او لویدیځ کلتور ترمنځ لوی توپیر دا دی چې هلته هر ډول تور او تهمت، دروغ او غیبت او هره سپکه ورکه ویل کېدی شي خو اسلام بیا د الله تعالی پر بندګانو غږ کوي چې ګورئ د انسان له خولې هر وتلی ټکی لیکل کیږي نو په کار ده چې یو مسلمان به رښتینی حقیقت که هر څومره تریخ وي، وایي به یې خو دروغ به نه وایي، پروپاګند، غیبت او سپکوالی به نه کوي. بناءً دغه بندیزونه اسلام لګولي او مسلمانان پرې مکلف دي او همدا وجه ده چې اوس د اسلامي امارت مشران هم د سالم انتقاد او ګټورې مشورې او نصیحت منلو او زغملو هڅه کوي، خو بې ځایه حاسدانه پروپاګند ته څوک نه پریږدي. پاتې شو هغه وسلوال مخالفت چې څوک یې د اسلام د دښمنانو په لمسون د اسلامي نظام په مقابل کې تر سره کوي، په شریعت کې یې حکم کاملاً واضح دی، داسې کړنه بغاوت بلل کیږي او په قرآن مجید کې یې د سختې سزا سپارښتنه شوې ده. له بلې خوا په ملي کچه هم که د خپلو هېوادوالو اوسنی وضعیت په انصاف او غور ښه وڅېړل شي نو په زرو کې به یو کس هم د جګړې پلوي ونه کړي. سبب یې بالکل معلوم دی او هغه دا چې د افغانستان پر خلکو پرلپسې درې څلوېښت کاله جګړه تپل شوې وه چې هېواد یې ورکنډواله او خلک یې له سل رنګه مصیبتونو، غمونو، کډوالۍ، مسافرۍ، مرګونو، ټپونو، لوږو او محتاجۍ سره مخ کړي او د خپل چم ګاونډ د ترقۍ او پرمختګ له کاروانه یې په هره برخه کې زښته ډېر شاته پرېښودل. ځکه خو دا مهال ټول ملت په جدي ډول غوښتنه کوي چې باید حکومت مضبوط او وسلوال مخالفتونه په شدت سره وځپل شي. مطلب اوس لازمه ده چې افغانان د خپل حکومت په اصلاح او سمون کې له سالم انتقاد او سولییزې لارې کار واخلي نه د وسلې پرمټ. ځکه په هېواد کې ټېکاو او د سولې او ثبات ټینګښت د هر اړخیز پر مختګ ضمانت کوي چې د هر هېواد په ګټه ده. خو جګړه او تاوتریخوالی ناورین او مصیبتونه زېږوي او ټول ملت له یو مخیزې تبایي سره مخ کوي. یقیناً موږ تر هر څه زیات امنیت، سولې او ثبات ته ډېره اړتیا لرو
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.