د ښځو او ماشومانو شهادت؛ تر کومه؟!

د ورځي خبره: تېره ورځ دکندهار د دامان ولسوالۍ په خوشاب کلي کې یرغلګرو ځواکونو پر ملکي هیوادوالو ډرون حمله کړې، د ځایې خلکو په وینا په دغه حمله کې ۱۱ تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې میرمنې او ماشومان دي شهیدان او ټپیان شوي. د کب پر لسمه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ […]

د ورځي خبره:

تېره ورځ دکندهار د دامان ولسوالۍ په خوشاب کلي کې یرغلګرو ځواکونو پر ملکي هیوادوالو ډرون حمله کړې، د ځایې خلکو په وینا په دغه حمله کې ۱۱ تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې میرمنې او ماشومان دي شهیدان او ټپیان شوي.
د کب پر لسمه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په شوې توافقنامه کې لیکل شوي چې امریکا، بهرني متحدین یې او کابل اداره به بمبار نه کوي او د ډرون،ثقیله وسلو او لیرې واټن ویشتونکو توغنديو حملې به نه ترسره کوي، خو د توافقنامې له لاسلیک څخه تر دې دمه په ګڼو مواردو کې امریکایي ځواکونو او ګوډاګۍ ادارې ملکي اهداف په نښه کړي او ولسي وګړو ته یې دسر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
تېره میاشت هم د اشغالګرو او کابل ادارې په هوایې او توغندیزو بریدونو کې په کندز، بغلان، ارزګان، پکتیکا، هلمند، غزني، زابل، فاریاب او بدخشان کې ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان او ژوبل شول او کورونه یې ویجاړ شول. متأسفانه د روانې میاشتې په تېرو ورځو کې هم د یرغلګرو او کابل رژیم له لوري په پرله پسې ډول د مظلومو او بې دفاع هیوادوالو د اذیت، شهادت، ژوبلیدو او کور ورانولو شاهدان یو!!
اسلامي امارت دولسي خلکو پر ضد عملیات او بریدونه په سختو ټکو غندي او د خپل محبوب او مظلوم ولس مرګ ژوبله، کور ورانول او شتمنۍ لوټل ورته د زغملو نه دي.
موږ به د ټولو ممکنه لارو په کارولو سره هڅه کوو چې د مظلوم ولس مظلومیت پای ومومي، د تلپاتې سولې په سیوري کې ژوند وکړو او د مجاهد ولس د هیلو او ارمانونو سره سم یو ټول شموله اسلامي نظام جوړ کړو.
امریکا تر هر څه وړاندې باید دافغان ولس پر ضد روانه جګړه، بمبار او ډرون بریدونه ودروي، د اسلامي امارت سره په شوي هوکړه لیک پوره پوره عمل وکړي او د سولې په وړاندې پراته خنډونه لیرې کړي.